23 په هر يو قوم کښې چې غېر مُلکى خلق اوسيږى، هلته به تاسو هغوئ له خپل ميراث ورکړئ، دا مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“
دا به تاسو د خپل ځان دپاره او هغه غېر مُلکيانو دپاره چې ستاسو په مينځ کښې اوسيږى او د چا چې ماشومان دى د ميراث په توګه تقسيم کړئ. تاسو به هغوئ د پېدائشى بنى اِسرائيلو په شان ګڼئ، تاسو سره به هغوئ ته هم ميراث د بنى اِسرائيلو د قبيلو په شان ورکړے شى.
”دا هغه قبيلې دى چې نومونه يې دلته ليکلے شوى دى، د شمالى سرحد سره به د دان يوه حِصه وى، دا به د حتلون په لار ليبوحمات پورې وى، حصر عينان او د دمشق شمالى سرحد به حمات پسې وى دا به د مشرق طرف نه د مغرب طرف ته د دې د سرحد حِصه وى.
نو د مسافرو سره مينه کوئ، ځکه چې په يو وخت کښې تاسو هم د مِصر په مُلک کښې مسافر وئ.