Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 47:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 دا به تاسو د خپل ځان دپاره او هغه غېر مُلکيانو دپاره چې ستاسو په مينځ کښې اوسيږى او د چا چې ماشومان دى د ميراث په توګه تقسيم کړئ. تاسو به هغوئ د پېدائشى بنى اِسرائيلو په شان ګڼئ، تاسو سره به هغوئ ته هم ميراث د بنى اِسرائيلو د قبيلو په شان ورکړے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 47:22
20 Iomraidhean Croise  

خو مالِک خُدائ به يو ځل بيا د يعقوب په اولاد باندې رحم وکړى، او اِسرائيل به بيا خپل غوره شوے قوم وګڼى. هغه به هغوئ واپس راولى چې په خپل مُلک کښې بيا آباد شى او د پردى مُلک خلق به راځى او د هغوئ سره به په اتفاق اوسيږى.


”تاسو چې کله زمکه د ميراث په توګه تقسيموئ، تاسو به د زمکې يوه حِصه مالِک خُدائ ته د مقدسې علاقې په توګه وقف کړئ چې د دې اوږدوالے دولس نيم کيلوميټره او پلنوالے يې لس کيلوميټره وى، دا ټوله علاقه په کار دے چې مقدسه وى.


تاسو به دا زمکه په خپل مينځ کښې د بنى اِسرائيلو د قبيلو په مطابق تقسيم کړئ.


په هر يو قوم کښې چې غېر مُلکى خلق اوسيږى، هلته به تاسو هغوئ له خپل ميراث ورکړئ، دا مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“


دا هغه زمکه ده چې تاسو به يې د ميراث په طور د بنى اِسرائيلو د قبيلو په مينځ کښې تقسيم کړئ، او دا به د هغوئ حِصه وى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“


د هغوئ سره د يو اِسرائيلى په شان سلوک کوئ او د هغوئ سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ. ياد ساتئ، تاسو هم په يو وخت کښې د مِصر په مُلک کښې مسافر وئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.


کله چې هغوئ دا واورېدل نو هغوئ نور اِعتراضونه ونۀ کړل او هغوئ د خُدائ پاک ثنا ووئيله او وې وئيل چې، ”خُدائ پاک غېر‌يهوديانو ته هم د ژوند حاصلولو دپاره د توبې موقع ورکړې ده.“


هغۀ په هغوئ کښې او په مونږ کښې څۀ فرق ونۀ کړو ځکه چې هغۀ د ايمان راوړلو په وسيله د هغوئ زړونه پاک کړل.


نو ځکه په يهودى او په غېر يهودى کښې هيڅ فرق نشته چې هم دغه يو خُدائ پاک د ټولو مالِک دے او د هغوئ ټولو دپاره چې هغۀ ته زارى کوى، غنى دے.


او هغه راز دا دے چې کومو يهوديانو او غېر‌يهوديانو چې په زېرى ايمان راوړے وى هغوئ دواړه د خُدائ پاک په ميراث کښې برابر شريک دى، او دوئ د يو بدن اندامونه دى، او دواړه د عيسىٰ مسيح په وسيله د برکت په وعدې کښې شريک دى.


نو د مسافرو سره مينه کوئ، ځکه چې په يو وخت کښې تاسو هم د مِصر په مُلک کښې مسافر وئ.


په دې نوى ژوند کښې نۀ يهودى پاتې شو، نۀ غېر يهودى، نۀ سنت شوى، نۀ ناسنته، نۀ بهرنى، نۀ وحشى، نۀ غلام او نۀ آزاد، بلکې مسيح په تاسو ټولو کښې هر څۀ دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan