18 د نمرخاتۀ طرف سرحد به د حوران او دمشق په مينځ کښې، اُردن سره د جِلعاد او د اِسرائيل د خاورې په مينځ کښې، مشرقى سمندر او داسې تر تمر پورې تلے وى. دا به مشرقى سرحد وى.
زۀ به بنى اِسرائيل خپل د څرن ځائ ته واپس راولم او هغوئ به د کرمل او بسن په پټو کښې وڅريږى، او د هغوئ لوږه به د اِفرائيم او د جِلعاد په غونډو کښې معموره شى.
زۀ به ستاسو نه د شمال ټول فوجيان لرې وشړم، او هغوئ به زۀ خوشى صحرا او وران مُلک ته وشړم. او د هغوئ وړومبۍ دستې به مشرقى سمندر ته او وروستۍ به يې مغربى سمندر ته وغورزوم. او د هغوئ سخا شوى لاشونو نه به بدبوئ خېژى او په هر طرف به خوريږى. يقيناً چې مالِک خُدائ غټ کارونه کړى دى.