13 مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ”دا هغه سرحدونه دى په کومو به چې تۀ زمکه د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو په مينځ کښې ميراث دپاره تقسيم کړې. د يوسف د اولاد دپاره به دوه حصې وى.
نو اوس يوسفه، چې ستا کوم دوه زامن زما د راتلو نه مخکښې په مِصر کښې پېدا شوى دى، دوئ هم زما بچى دى، اِفرائيم او منسى زما د خپلو بچو روبين او شمعون په شان دى.
ستا د خپل پلار برکتونه همېشه دپاره د زړو غرونو د برکت نه ښۀ دى، ښۀ څيزونه د نۀ ختمېدونکو غرونو نه. دا ټول برکتونه دې د يوسف په سر وى، د هغۀ په تندى، چې د خپلو وروڼو مشر دے.
دا د روبين اولاد دے چې هغه د يعقوب مشر زوئ وو. هغۀ د خپل پلار د بلې ښځې سره د زنا کولو په وجه د خپل پلار بېعزتى وکړه نو چې د مشرى زوئ کوم حقُونه هغۀ لرل، هغه ختم شول او هغه حقُونه يوسف ته مِلاو شول.
نو په دغه ورځو کښې به د يهوداه خاندان د اِسرائيل د خاندان سره يوځائ شى او په شريکه به دوئ د شمال د جلاوطنۍ د مُلک نه هغه مُلک ته واپس راشى کوم چې ما ستاسو پلار نيکۀ له په ميراث کښې ورکړے وو.“
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په هغه وخت کښې به زۀ د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو خُدائ يم، او هغوئ به زما خلق وى.“
”دا هغه قبيلې دى چې نومونه يې دلته ليکلے شوى دى، د شمالى سرحد سره به د دان يوه حِصه وى، دا به د حتلون په لار ليبوحمات پورې وى، حصر عينان او د دمشق شمالى سرحد به حمات پسې وى دا به د مشرق طرف نه د مغرب طرف ته د دې د سرحد حِصه وى.
دا هغه زمکه ده چې تاسو به يې د ميراث په طور د بنى اِسرائيلو د قبيلو په مينځ کښې تقسيم کړئ، او دا به د هغوئ حِصه وى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل
دا زمکه د يوسف اولاد، د اِفرائيم قبيلو او د نمرپرېواتۀ طرف ته منسى ته مِلاو شوه چې د هغوئ خپل ميراث شى.
د نمرپرېواتۀ طرف ته د اُردن يوه برخه د يوسف مشر زوئ منسى اولاد څۀ کورَنو ته مِلاو شوې وه. د جِلعاد پلار مکير، چې د منسى مشر زوئ وو هغه يو تکړه فوجى وو، نو په دې وجه جِلعاد او د نمرخاتۀ طرف ته بسن هغۀ ته حواله شوى وُو.