10 ماهيګران به د سيند په غاړه ولاړ وى، د عينجدى نه تر عينعجليم پورې به د کبانو د جالونو خورولو دپاره ځايونه وى. لکه د غټ سمندر د کبانو په شان به په کښې ډېر قسمونه کبان وى.
بيا دوئ ترې راوګرځېدل او قادِس ته واپس راغلل (چې بيا په عين مِصفات مشهور شو). دوئ د عماليقيانو ټول مُلک ونيوو او اموريانو له يې شکست ورکړو چې په حصيصون تامار کښې اوسېدل.
څۀ سړى راغلل او يهوسفط بادشاه ته يې ووئيل، ”د مړ درياب په بل طرف باندې د ادوم نه يو لوئ لښکر د دې دپاره راغلے دے چې په تا باندې حمله وکړى. وګورئ چې هغوئ حصيصون تامار ته رارسېدلى دى.“ (دا د عينجدى يو بل نوم دے).
په دومره پراخه او لوئ سمندر کښې چې تا پېدا کړے دے. چې د بېشمېره مخلوق نه ډک دے، چې غټ او واړۀ ژوندى څيزونه په کښې دى.
ماهيګر به فرياد کوى او ژاړى به، د کُنډو او د جالونو والا به غمژن وى.
ګورئ زما خلق به د لرې لرې نه راځى، د شمال طرف او د نمرپرېواتۀ طرف نه، او د سينم نه به راځى.“
ستاسو کوم خلق چې په جلاوطنۍ کښې پېدا شوى وُو نو هغه خلق به يوه ورځ تا ته ووائى، دا مُلک خو وړوکے دے، مونږ ته نوره زمکه په کار ده.
زۀ به تا بربنډ ګټ کړم، او تۀ به هغه ځائ وګرځې چرته چې خلق د ماهيانو جال خوروى. تۀ به بيا آباد نۀ شې ځکه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.
دا به لکه په سمندر کښې د ماهيګرو د جال د خورولو ځائ په شان وى، ځکه چې ما مالِک قادر مطلق خُدائ دا وفرمائيل چې، نور قومونه به هغه په آسانۍ سره لوټ کولے شى.
دا به د دې زمکې سرحد وى، شمال طرف ته به دا د لوئ سمندر نه د حتلون په لار ليبوحمات نه صداد ته تېر شى،
په جنوبى طرف کښې دا به د تامار نه د مريبه قادِس د اوبو پورې وى، بيا به د مِصر د وادۍ نه د لوئ سمندر پورې وى. دا به جنوبى سرحد وى.
د جاد د زمکې جنوبى پوله به د تامار د جنوب نه د مريبه قادِس د اوبو پورې وى، بيا به د مِصر د وادۍ سره لوئ سمندر پورې تلې وى.
د مديترانى د سمندر به يې د نمرپرېواتۀ سرحد وى.
عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”ما پسې راځئ او زۀ به تاسو آدمګير جوړ کړم.“
عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ما پسې راځئ او زۀ به تاسو نه آدمګير جوړ کړم.“
نِبسان، د مالګې ښار، او عينجدى وُو، شپږ ښارونه چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو.
ما ستاسو قبيلو ته د هغه قومونو مُلک حواله کړے دے چې خپل ميراث يې شى کومو قومونو چې شکست نۀ دے خوړلے او ورسره د هغه ټولو قومونو چې ما د مخکښې نه فتح کړى دى، چې هغوئ د نمرخاتۀ طرف ته د اُردن سيند نه واخله د نمرپرېواتۀ طرف ته د مديترانى سمندر پورې دى.
داؤد روان شو او د عينجدى علاقې ته لاړو، هلته په محفوظ ځايونو کښې اوسېدو.
کله چې ساؤل د فلستيانو سره جنګ کولو نه راواپس شو، نو هغه خبر شو چې داؤد د عينجدى په صحرا کښې دے.