حزقىايل 46:2 - Pakistani Yousafzai Pashto2 شهزاده دې دربار ته د بهر د طرف د برنډې د لار نه ورننوځى او د دروازې چوکاټ سره دې ودريږى. اِمامان دې خپلې سوزېدونکې قربانۍ وکړى او د سلامتيا نذرانې دې پېش کړى. هغه دې د دروازې په درشل کښې عبادت وکړى او بيا دې هغه بهر لاړ شى. خو دروازه به تر ماښام پورې کولاو وى. Faic an caibideil |
هغې هلته د مالِک خُدائ د کور د دروازې په خولۀ کښې نوے بادشاه وليدو، چې د هغه ستنو سره ولاړ وو چې د بادشاهانو دپاره مخصوصې وې او ګېرچاپېره ترې نه فوجى آفسران او د بيګلو غږوونکى تاو وُو. ټولو خلقو د خوشحالۍ نه چغې وهلې او بيګلې يې غږولې، او د مالِک خُدائ د کور موسيقارانو د موسيقۍ د څيزونو سره دا جشن روان کړے وو. هغې د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او چغه يې ووهله، ”غدار! غدار!“
کله چې شهزاده د خپلې خوښې نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کوى، کۀ هغه سوزېدونکې نذرانه وى او يا د سلامتۍ نذرانه وى، هغه دروازه چې مخ يې نمرخاتۀ طرف ته دے هغه به د هغۀ دپاره کولاو کړے شى. هغه به خپله سوزېدونکې نذرانه او يا د سلامتۍ نذرانه داسې پېش کړى څنګه چې هغه د سبت په ورځ کوى. بيا به هغه بهر لاړ شى، او د هغۀ د بهر تلو نه وروستو، به دروازه بنده کړے شى.“