حزقىايل 46:1 - Pakistani Yousafzai Pashto1 ”مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د دننه دربار دروازه کومه چې د نمرخاتۀ په طرف ده هغه دې د کار شپږ واړو ورځو دپاره بنده وى، خو د سبت په ورځ او د نوې مياشتې په ورځ به دا کولاو وى. Faic an caibideil |
کله چې شهزاده د خپلې خوښې نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کوى، کۀ هغه سوزېدونکې نذرانه وى او يا د سلامتۍ نذرانه وى، هغه دروازه چې مخ يې نمرخاتۀ طرف ته دے هغه به د هغۀ دپاره کولاو کړے شى. هغه به خپله سوزېدونکې نذرانه او يا د سلامتۍ نذرانه داسې پېش کړى څنګه چې هغه د سبت په ورځ کوى. بيا به هغه بهر لاړ شى، او د هغۀ د بهر تلو نه وروستو، به دروازه بنده کړے شى.“