مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه ورځې راتلونکې دى چې، زۀ به د داؤد په نسل کښې يوه صادقه څانګه راپورته کړم او بادشاه به يې کړم، او هغه به په هوښيارتيا سره حکومت کوى. او هغه به په مُلک کښې صداقت او اِنصاف قائم کړى.
شهزاده به د خلقو نه ميراث نۀ اخلى، هغوئ به د خپل جائيداد نه نۀ شړى. هغه به خپلو زامنو ته د خپل ميراث نه جائيداد ورکوى، تر دې چې زما په خلقو کښې يو هم د خپل جائيداد نه محرومه نۀ شى.“
د بنى اِسرائيلو ژوندى پاتې خلق به غلط کار نۀ کوى، هغوئ به دروغ نۀ وائى، او نۀ به د هغوئ په ژبه دوکه وى. هغوئ به خورى څښى او آرام به کوى او هيڅ څوک به هغوئ نۀ يروى.“