Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 45:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 دولس نيم کيلوميټره اوږده او پينځۀ کيلوميټره پلنه علاقه به د هغه ليويانو وى، څوک چې د مالِک خُدائ په کور کښې خِدمت کوى، دا به د هغوئ د ښارونو دپاره جائيداد وى چې په کښې اوسيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 45:5
9 Iomraidhean Croise  

نو بيا هغۀ زۀ د دروازې په لار د خُدائ د کور بهرنى دربار ته راوستلم. هلته ما يو څو کوټې او پياده لاره وليدله چې د دربار نه ګېرچاپېره راتاو شوې وه او دې لار ته مخامخ دېرش کوټې وى.


دا به د اِمامانو دپاره مقدسه حِصه وى. دا به په شمالى طرف دولس نيم کيلوميټره اوږده وى، او په مغربى طرف به پينځۀ کيلوميټره پلنه وى، مشرق طرف ته به پينځۀ کيلوميټره پلنه او جنوبى طرف ته به دولس نيم کيلوميټره اوږده وى. د دې په مينځ کښې به د مالِک خُدائ مقدس کور وى.


د اِمامانو علاقې سره نزدې، ليويانو ته به هم دولس نيم کيلوميټره اوږده او پينځۀ کيلوميټره پلنه زمکه ورکړے شى. د دې مکمل اوږدوالے به دولس نيم کيلوميټره او پلنوالے به يې پينځۀ کيلوميټره وى.


دا ټوله حِصه به هر طرف ته دولس نيم کيلوميټره مربع وى. د خاص تحفې په طور به تاسو مقدسه حِصه، سره د ښار د جائيداد يو طرف ته کړئ.


ټول اِسرائيل به اووۀ ورځې په جونګړو کښې اوسيږى،


”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې کوم ميراث هغوئ ته مِلاو شوے دے د هغې نه به څۀ ښارونه د اوسېدو دپاره او د ښارونو نه ګېرچاپېره د څرن زمکه خامخا ليويانو له ورکوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan