2 په دې کښې به يوه حِصه چې اتۀ سوه پينځۀ اويا مربع فټه ده دا به د مقدس ځائ دپاره وى، چې د دې ګېرچاپېره اووۀ اتيا نيم فټه به د کولاو مېدان دپاره وى.
ستا د ماڼکيانو د چغو په وجه به د سمندر په غاړه خلق د يرې نه ولړزيږى.
کله چې هغۀ د مالِک خُدائ د کور دننه هر څۀ ناپ کړل، بيا هغۀ زۀ په مشرقى دروازې بهر راوويستلم او هغۀ ګېرچاپېره ټول هر څۀ ناپ کړل.
تاسو به يو غوَيے د ګناه د نذرانې دپاره واخلئ او د خُدائ د کور په مقرر شوى ځائ د مقدس ځائ نه بهر به يې وسوزوئ.
”تاسو چې کله زمکه د ميراث په توګه تقسيموئ، تاسو به د زمکې يوه حِصه مالِک خُدائ ته د مقدسې علاقې په توګه وقف کړئ چې د دې اوږدوالے دولس نيم کيلوميټره او پلنوالے يې لس کيلوميټره وى، دا ټوله علاقه په کار دے چې مقدسه وى.
په مقدسه علاقه کښې، د يوې برخې اوږدوالے دولس نيم کلوميټره او پلنوالے پينځۀ کلوميټره به وى، په دې کښې به د ټولو نه زيات مقدس ځائ مقدس کور وى.