11 حومر دې ستاسو دپاره د ناپ تول معيارى پېمانه وى. ايفه او بَت دواړه د حومر لسمه حِصه ده.
د ډيګۍ دېوالونه درې اِنچۍ غټ وُو. د دې څنډه د پيالۍ د څنډې په شان وه، چې د نيلوفر د ګلونو پاڼو په شان ښکارېده. په ډيګۍ کښې تقريباً څلوېښت زره ليټره اوبۀ راتلې.
(په هغه ورځو کښې به اومر او ايفه د څيزونو تَللو دپاره استعمالېدل لکه څنګه چې نن سبا کلو يا من استعماليږى، يو اومر د ايفه لسمه حِصه ده لکه څنګه چې کلو د من څلوېښتمه يا پنځوسمه حِصه ده.)
په شل جربه زمکه باندې چې کوم د انګور باغ کَرلے شوے وى نو هغه به صرف دوويشت ليټره مے پېدا کوى. يو سل او شپېتۀ کلو تخم به صرف شپاړس کلو غله پېدا کوى.“
نو په هغه ټوله ورځ او شپه او په دوېمه ټوله ورځ، خلقو مړَزان راونيول، هيچا هم د زرو کلو نه کم نۀ وُو رانيولى. هغوئ دا د اوچولو دپاره د ټولو خېمو نه ګېرچاپېره خوارۀ کړل.