10 تاسو له په کار دى چې صحيح تله، صحيح پېمانه او صحيح پاويزه استعمال کړئ.
مالِک خُدائ د تلې د غلط استعمال نه نفرت کوى، خو هغه په صحيح ناپ تول خوشحاليږى.
صحيح تله او ناپ کول د مالِک خُدائ د طرفه دى، هغۀ د اِنصاف معيار قائم کړے دے.
د غلط تول او غلط ناپ دواړو نه مالِک خُدائ نفرت کوى.
صداقت او اِنصاف کول مالِک خُدائ دا د قربانۍ نه زيات خوښوى.
په شل جربه زمکه باندې چې کوم د انګور باغ کَرلے شوے وى نو هغه به صرف دوويشت ليټره مے پېدا کوى. يو سل او شپېتۀ کلو تخم به صرف شپاړس کلو غله پېدا کوى.“
کله چې تاسو ناپ تول کوئ نو په هغې کښې ټګى مۀ کوئ.
صحيح او پوره ناپ تول کوئ، نو داسې به تاسو په هغه مُلک کښې يوه ډېره موده تېره کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى.