Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 45:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 ”تاسو چې کله زمکه د ميراث په توګه تقسيموئ، تاسو به د زمکې يوه حِصه مالِک خُدائ ته د مقدسې علاقې په توګه وقف کړئ چې د دې اوږدوالے دولس نيم کيلوميټره او پلنوالے يې لس کيلوميټره وى، دا ټوله علاقه په کار دے چې مقدسه وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 45:1
15 Iomraidhean Croise  

په خپل مال دولت سره د مالِک خُدائ عزت کوه، او د خپل ټول فصل په وړومبۍ مېوې سره.


هغۀ د ناپ تول په چوکۍ مشرقى دېوال ناپ کړو، دا اتۀ سوه او پينځۀ اويا فټه اوږد وو.


دا هغه زمکه ده چې تاسو به يې د ميراث په طور د بنى اِسرائيلو د قبيلو په مينځ کښې تقسيم کړئ، او دا به د هغوئ حِصه وى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“


تاسو خپله زمکه د همېشه دپاره مۀ خرڅوئ، ځکه چې زمکه ستاسو نۀ ده، د خُدائ پاک ده او تاسو د مسافرو په شان يئ چا ته چې دا اجازت وى چې صِرف ګټه ترې نه واخلى.


نو موسىٰ بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”دا هغه مُلک دے چې د پچې اچولو سره به تاسو ته ملاويږى، هغه زمکه چې مالِک خُدائ نهۀ نيمو قبيلو ته په حواله کړې ده.


په دې کښې د هغه صيدانيانو ټوله علاقه شامله ده کوم چې د لبنان د غرونو او مسرفات مائم په مينځ کښې د غرونو په مُلک کښې اوسيږى. کله چې اِسرائيليان مخ په وړاندې ځى نو زۀ به دا ټول خلق وشړم. لکه څنګه چې ما حُکم درکړے دے نو تۀ به هغه مُلک په بنى اِسرائيلو باندې تقسيم کړې.


نو اوس دا زمکه په هغه نورو نهو قبيلو او د منسى په نيمه قبيله باندې تقسيم کړه چې د هغوئ خپل ميراث شى.“


دا هغه حِساب کِتاب دے چې د اُردن سيند نمرپرېواتۀ طرف ته د کنعان مُلک په بنى اِسرائيلو باندې څنګه تقسيم شوے وو. اِلى‌عزر اِمام، د نون زوئ يشوَع او د بنى اِسرائيلو د قبيلو کورَنو مشرانو دا په خلقو باندې تقسيم کړو.


لکه څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو چې د اُردن سيند نمرپرېواتۀ طرف ته نهه نيمو قبيلو ته د ميراث د مِلاوېدو دا فېصله دې د پچې په ذريعه وشى.


موسىٰ د اُردن نمرخاتۀ طرف ته مُلک د مخکښې نه هغه نورو دوه نيمو قبيلو ته حواله کړے وو. د يوسف اولاد په دوو قبيلو کښې تقسيم وو، منسى او اِفرائيم. موسىٰ په هغه زمکه کښې ليويانو له هيڅ حِصه ورنۀ کړه. خو هغوئ ته د اوسېدو دپاره داسې ښارونه مِلاو شول چې د هغوئ د څاروو او رَمو دپاره پټى په کښې وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan