4 بيا زۀ هغه سړى د خُدائ د کور مخامخ د شمالى دروازې په لار راوستلم. ما وکتل او د مالِک خُدائ جلال مې وليدلو چې د مالِک خُدائ کور ډکوى، او زۀ پړمخې پرېوتلم.
ابرام مخ په زمکه ولګولو، سجده يې وکړه او خُدائ پاک وفرمائيل چې،
د فرښتو جماعت هم د خُدائ پاک نه يريږى، او د هغۀ شان او شوکت هم د هغه چا نه زيات دے څوک چې ټول د هغۀ د تخت نه ګېرچاپېره راټول شوى دى.
لکه څنګه چې په باران کښې د بوډۍ ټال په وريځ کښې په مختلفو رنګونو کښې وى دغه شان رڼاګانې د هغۀ نه هم راوچتېدلې. نو دا منظر د مالِک خُدائ د جلال په شان ښکاره کېدلو. کله چې ما دا هر څۀ وليدل، نو زۀ په زمکه پړمخې پرېوتلم او ما يو آواز واورېدو چې ما ته يې خبرې وکړې.
نو بيا د مالِک خُدائ جلال د وزرو والا مخلوق دپاسه راوچت شو او د خُدائ د کور درشل ته لاړو. وريځو د خُدائ کور ډک کړو، او د هغۀ دربار د مالِک خُدائ د جلال د شغلو نه ډک وو.
نو زۀ بيا پاڅېدم او مېدان ته لاړم. او د مالِک خُدائ جلال هلته ولاړ وو، هغه شان لکه کوم جلال چې ما د کبار د سيند سره ليدلے وو نو زۀ په زمکه پړمخې پرېوتلم.
نو بيا هغۀ شمال خوا ته د دروازې اوږدوالے او پلنوالے ناپ کړو، کوم چې بهر صحن طرف ته ځى.
نو بيا هغۀ زۀ د شمال دروازې طرف ته راوستلم او هغۀ د هغې ناپ واخستو. او هغه لار هم د هغه نورو په شان په يو ناپ وه.
د کوټې دروازې د کوټې د بهرنى دېوال سره، د پوړو سره نزدې د شمال دروازې ته د داخلېدو په لار هلته هم دوه مېزونه وُو، او د پوړو په بل طرف هم دوه مېزونه وُو.
نو بيا زۀ هغۀ د مالِک خُدائ کور ته د ننوتلو د شمال خوا دروازې ته راوستلم، ما هلته ښځې وليدلې چې ناستې وې او د تموز معبود ژړا او ماتم يې کولو.
کله چې هغه ما ته نزدې راغلو چرته چې زۀ ولاړ وم، نو زۀ وويرېدلم او پړمخې په زمکه پرېوتلم. هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، په دې پوهه شه چې د دې رويا تعلق د آخرى زمانې سره دے.“
زۀ به ټول قومونه ولړزوم، او د ټولو قومونو خزانې به راوړے شى او زۀ به دا کور د جلال نه ډک کړم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
”ګوره، زۀ خپل پېغمبر ستا نه وړاندې لېږم چې ستا مخې ته لاره تياره کړى. بيا به ناڅاپه هغه مالِک چې تاسو يې لټون کوئ خپل کور ته راشى، هغه د لوظ پېغام راوړونکے به راشى د چا چې تاسو ليواله يئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
کله چې هغه ما وليدو نو زۀ لکه د مړى د هغۀ په پښو کښې پرېوتلم، خو هغۀ خپل ښے لاس په ما کېښودو او وې فرمائيل، ”يرېږه مه، اول او آخر زۀ يم،