16 صرف هغوئ به زما مقدس مقام ته رادننه شى، يواځې هغوئ به زما مېز ته نزدې راشى او زما په حضور کښې به خِدمت کوى او زما د فرائضو ذمه وارى به سمبالوى.
بيا تۀ په شانداره صوفې کښېناستلې چې مېز يې په مخکښې پروت وو په کوم چې تا هغه خوشبو او تېل اېښى وُو چې زما وُو.
هلته د لرګى يوه قربانګاه وه چې پاو باندې پينځۀ فټه اوچته او درې نيم فټه پلنه وه. د دې ګوټونه، د دې بېخ، او د دې اړخونه د لرګى نه جوړ شوى وُو. هغه سړى ما ته ووئيل، ”دا هغه مېز دے چې د مالِک خُدائ په وړاندې ولاړ دے.“
”خو تاسو زما د نوم بېحرمتى کوئ په دې وئيلو سره چې د مالِک خُدائ قربانګاه ناپاکه ده، او د دې خوراک بېاهميته دے.
تاسو زما په قربانګاه ناپاکه خوراک کېښودو. او بيا هم تاسو تپوس کوئ چې تۀ مونږ په څۀ ناپاک کړے يې؟ په دې چې تاسو ووئيل چې د مالِک خُدائ قربانګاه ناپاکه ده زما د قربان ګاه سپکاوے مو وکړو.
تاسو دا وړه خبره ګڼئ چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تاسو د نور قوم نه جدا کړى يئ، چې تاسو هغۀ ته نزدې شئ، د مالِک خُدائ په خېمه کښې خِدمت وکړئ او چې د قوم مدد او خِدمت وکړئ؟
يواځې تۀ او ستا زامن به د مقدس ځائ او د قربانګاه ذمه وارۍ پوره کوئ، نو داسې به زۀ بيا بنى اِسرائيلو ته نۀ په قهر کېږم.
هغۀ مونږ د خپل پلار خُدائ پاک د بادشاهت د خدمت دپاره اِمامان جوړ کړُو. د هغۀ جلالى قُدرت دې تل تر تله قائم وى. آمين.
زۀ به يو اِمام خوښ کړم چې هغه به زما وفادار وى او چې څۀ زۀ غواړم نو هغه هر څۀ به کوى. زۀ به هغۀ له اولاد ورکړم، چې هغوئ به همېشه زما د خوښ شوى بادشاه په حضور کښې خِدمت کوى.