Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 44:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 هغوئ دې زما په مقدس کور کښې خِدمت وکړى، د خُدائ د کور د دروازو ذمه وارى دې واخلى او په دې کښې دې خِدمت کوى، هغوئ دې سوزېدونکې نذرانې او قربانۍ د خلقو دپاره حلالې کړى او د خلقو په وړاندې دې ودريږى او د هغوئ خِدمت دې وکړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 44:11
13 Iomraidhean Croise  

خو اِمامان دومره لږ وُو چې دا ټول ځناور يې نۀ شول حلالولے، نو ليويانو د کار د ختمېدو پورې د هغوئ مدد کولو تر هغه وخته پورې چې نورو اِمامانو ځانونه پاک کړل. ليويانو د ځان په پاک ساتلو کښې د اِمامانو نه زيات خيال ساتلو.


په دغه مجمه کښې ډېر خلق په اودس کښې نۀ وُو، نو په دې وجه هغوئ د فسحې اختر ګډُورى نۀ شُو حلالولے، نو ليويانو د هغوئ دپاره حلال کړل او هغه ګډُورى يې مالِک خُدائ ته وقف کړل.


هغه سړى ما ته ووئيل، د کومې کوټې چې د جنوب طرف ته يې مخه ده د هغه اِمامانو دپاره ده څوک چې د مالِک خُدائ په کور کښې مشران دى.


خو بيا هم به زۀ هغوئ ته د خُدائ د کور خِدمت او د هغه ټول کار ذمه وارى ورکړم چې په دې کښې کول په کار دى.“


هغۀ ما ته ووئيل چې، ”دا هغه باورچې خانې دى چرته به چې هغه څوک چې د خُدائ په کور کښې خِدمت کوى د خلقو قربانۍ پخوى.“


تاسو دا وړه خبره ګڼئ چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تاسو د نور قوم نه جدا کړى يئ، چې تاسو هغۀ ته نزدې شئ، د مالِک خُدائ په خېمه کښې خِدمت وکړئ او چې د قوم مدد او خِدمت وکړئ؟


د ليوى قبيلې خپل خپلوان هم د ځان سره راوله، چې تا سره په کار کښې مدد وکړى، په هغه وخت کښې چې تۀ او ستا زامن په خېمه کښې خِدمت کوى.


زۀ هغه څوک يم چا چې ستا خپلوان ليويان ستا دپاره د يوې تُحفې په توګه د بنى اِسرائيلو نه خوښ کړى دى. هغوئ ما ته وقف دى، چې هغوئ په خېمه کښې خپلې ذمه وارۍ تر سره کړى.


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،


د هغې نه پس، هغه د خپل هغه ليوى سره مدد کولے شى کوم چې په خېمه کښې خپله ذمه وارى ادا کوى، خو په خپله به هيڅ خِدمت نۀ کوى. نو داسې به تاسو ليويانو ته ذمه وارۍ حواله کوئ.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan