هغوئ به نور خپل ځانونه نۀ پليتوى په خپلو بُتانو او نۀ په بدو شکلونو او نۀ په خپلو نورو ګناهونو باندې، ځکه چې زۀ به هغوئ د خپلو ناروا واپس کېدو نۀ وساتم، او زۀ به هغوئ پاک کړم. هغوئ به زما خلق وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.
هغۀ وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، دا زما تخت او د پښو د لګولو مقام دے. دا هغه مقام دے چې زۀ به په کښې د تل دپاره د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې اوسېږم. هغوئ او د هغوئ بادشاهان به نور په بُتخانو کښې بُت پرستى او زما د مقدس نوم سپکاوے نۀ کوى. او نۀ به نور دوئ د خپلو مړو بادشاهانو د علاقائى زيارتونو عزت کوى.