4 د مالِک خُدائ جلال د مالِک خُدائ په کور کښې د نمرخاتۀ دروازې نه ورننوتو.
بيا وريځې خېمه پټه کړه او خېمه د مالِک خُدائ د حضور جلال نه ډکه شوه.
نو په دې وجه موسىٰ خېمې ته دننه نۀ شو تلے.
پاڅه، وځلېږه. ځکه چې ستا نُور راغلے دے، او د مالِک خُدائ جلال په تا ځلېدلے دے.
لکه څنګه چې په باران کښې د بوډۍ ټال په وريځ کښې په مختلفو رنګونو کښې وى دغه شان رڼاګانې د هغۀ نه هم راوچتېدلې. نو دا منظر د مالِک خُدائ د جلال په شان ښکاره کېدلو. کله چې ما دا هر څۀ وليدل، نو زۀ په زمکه پړمخې پرېوتلم او ما يو آواز واورېدو چې ما ته يې خبرې وکړې.
نو د مالِک خُدائ جلال د ښار نه روان شو او د دې نمرخاتۀ طرف ته په غر ودرېدو.
نو بيا د خُدائ پاک روح زۀ اوچت کړم او ما شاته يو دروند آواز واورېدو چې فرمائيل يې، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت او جلال دې د هغۀ په ځائ کښې وى.“
بيا زۀ هغه سړى هغه دروازې ته راوستلم چې د مشرق طرف ته يې مخ وو،
او ناګهانه ما وليدل چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک جلال د مشرق خوا نه راروان وو. د هغۀ آواز لکه د ډېرو اوبو د غرار په شان وو، او زمکه د هغۀ د جلال په وجه روښانه وه.
مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”دا دروازه به بنده وى. دا به کله هم نۀ کولاويږى. هيڅوک به په دې نۀ ورننوځى. دا به بنده وى ځکه چې مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک، په دې دروازه دننه شوے دے.
بيا زۀ هغه سړى د خُدائ د کور مخامخ د شمالى دروازې په لار راوستلم. ما وکتل او د مالِک خُدائ جلال مې وليدلو چې د مالِک خُدائ کور ډکوى، او زۀ پړمخې پرېوتلم.