3 کومه رويا چې ما وليدله د هغه رويا په شان وه کومه چې ما ليدلې وه کله چې هغه د ښار تباه کولو له راغلو او د هغه رويا په شان چې ما د کبار د سيند په غاړه وليدله، او زۀ پړمخې پرېوتلم.
نن ما تۀ په قومونو او بادشاهتونو باندې مقرر کړې، او تا ته مې په هغوئ د بېخ نه د راويستلو، او د هغوئ د رانسکورولو، بربادولو او د اخوا غورزولو، او په هغې د نورو د قائمولو او د کَرلو اختيار درکړو.“
نو زۀ بيا پاڅېدم او مېدان ته لاړم. او د مالِک خُدائ جلال هلته ولاړ وو، هغه شان لکه کوم جلال چې ما د کبار د سيند سره ليدلے وو نو زۀ په زمکه پړمخې پرېوتلم.
”اے بنى آدمه، د مِصر په لښکرو باندې وير وکړه او هغه دواړه د نورو تکړه قومونو لوريانو سره لاندې زمکې ته حواله کړه، د هغوئ سره څوک چې قبر ته روان دى.
بيا زۀ هغه سړى د خُدائ د کور مخامخ د شمالى دروازې په لار راوستلم. ما وکتل او د مالِک خُدائ جلال مې وليدلو چې د مالِک خُدائ کور ډکوى، او زۀ پړمخې پرېوتلم.
او د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک جلال زما په وړاندې هلته راښکاره شو، لکه څنګه چې ما په رويا کښې د دې نه وړاندې په مېدان کښې ليدلے وو.
نو بيا مالِک خُدائ په اوچت آواز سره وفرمائيل، ”هغه کسان راولئ کوم چې د ښار د سزا ورکولو دپاره مقرر شوى دى نو هغوئ ته ووايه چې هر يو د خپلو تباه کوونکو وسلو په لاس راشى.“
نو زۀ به هغوئ ته د رحم په سترګه نۀ ګورم او نۀ به هغوئ بچ کړم، خو زۀ به هم د دوئ په سرونو هغه څۀ راولم څۀ چې هغوئ کړى دى.“
بيا د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک جلال د وزرو والا مخلوق دپاسه راوچت شو، په کوم ځائ کښې چې هغه وو، نو بيا د خُدائ د کور درشل ته لاړو. نو بيا مالِک خُدائ هغه کس ته آواز وکړو چې د کتان جامې يې اچولې وې د چا سره چې د خط و کتابت سامان وو.
نو چې ما غوږ ونيولو، هغۀ هغه نورو ته وفرمائيل، ”په ښار کښې هغۀ پسې ځئ او خلق مړۀ کړئ، په چا زړۀ مۀ سوزوئ او مۀ په چا رحم کوئ.