12 د مالِک خُدائ د کور دا قانون دے، د غرۀ دپاسه ګېرچاپېره علاقه به د ټولو نه زياته مقدسه وى. دا د خُدائ د کور قانون دے.“
ستا اصُول او قانون قائم دے. او پاکوالے ستا د کور ښائست دے، تر ابده پورې اے مالِکه خُدايه.
زما په مقدس غر، د بنى اِسرائيلو په اوچت غر، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، هلته په هغه مُلک کښې د بنى اِسرائيلو ټول قوم به زما عبادت وکړى، او هلته به زۀ هغوئ قبول کړم. او هلته به زۀ ستاسو نه نذرانې او غوره تحفې او ستاسو ټولې مقدسې قربانۍ وغواړمه.
د مالِک خُدائ په رويا کښې هغۀ زۀ د بنى اِسرائيلو مُلک ته بوتلم. او د يو ډېر اوچت غر دپاسه يې کښېنولم، د چا په جنوب طرف کښې چې يو څو عمارتونه وُو کوم چې د يو ښار په شان ښکارېدل.
بيا هغۀ هغه څلور واړه طرفونه ناپ کړل. او د دې نه ګېرچاپېره دېوال وو، چې اتۀ سوه او پينځۀ اويا فټه اوږد او اتۀ سوه او پينځۀ اويا فټه پلن وو، د دې مقصد دا وو چې عام ځائ د مقدس ځائ نه جدا کړى.
”نو بيا به تاسو ته پته ولګى چې زۀ، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، په خپل مقدس غر صيون کښې اوسېږم. يروشلم به مقدس وى، او د پردى وطن لښکر به بيا هيڅکله هغه فتح نۀ کړى.
په آخرى ورځو کښې به د مالِک خُدائ د کور غر آباد شى او دا به په ټولو غرونو کښې مشر وى، دا به د غرونو دپاسه اوچت شى، او د ډېرو قومونو خلق به ورته راشى.
خو هيڅ ناپاکه څيز به دې ته ورننوتے نۀ شى او نۀ پليت او نۀ دروغژن، خو صرف هغوئ د چا نومونه چې د ګډُورى د ژوندون په کِتاب کښې ليکلى دى.