1 بيا زۀ هغه سړى هغه دروازې ته راوستلم چې د مشرق طرف ته يې مخ وو،
نو کله چې ما وکتل نو هغه مخلوق خپل وزرونه خوارۀ کړل او د زمکې نه اوچت شول، نو کله چې دوئ لاړل، هغه پايې د هغوئ سره لاړې. هغوئ د خُدائ د کور په درشل کښې نمرخاتۀ طرف ته ودرېدل، او د بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ جلال د هغوئ د سر دپاسه وو.
نو بيا هغه د هغې دروازې خوا ته لاړو چې مخ يې د مشرق طرف ته وو. هغه په پوړو وروختو او د دروازې درشل يې ناپ کړو چې هغه لس نيم فټه وه.
کله چې هغۀ د مالِک خُدائ د کور دننه هر څۀ ناپ کړل، بيا هغۀ زۀ په مشرقى دروازې بهر راوويستلم او هغۀ ګېرچاپېره ټول هر څۀ ناپ کړل.
د مالِک خُدائ جلال د مالِک خُدائ په کور کښې د نمرخاتۀ دروازې نه ورننوتو.
بيا زۀ هغه سړى واپس د مقدس ځائ بهرنۍ دروازې ته راوستلم، کومه چې د نمرخاتۀ طرف ته وه، او دا بنده وه.
مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”دا دروازه به بنده وى. دا به کله هم نۀ کولاويږى. هيڅوک به په دې نۀ ورننوځى. دا به بنده وى ځکه چې مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک، په دې دروازه دننه شوے دے.
”مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د دننه دربار دروازه کومه چې د نمرخاتۀ په طرف ده هغه دې د کار شپږ واړو ورځو دپاره بنده وى، خو د سبت په ورځ او د نوې مياشتې په ورځ به دا کولاو وى.