3 دواړه په دې حِصه کښې پينځۀ دېرش فټه کښې د دنننى دربار نه او په مخامخ بله حِصه کښې د بهرنى دربار نه، په دريواړو منزلونو کښې کړکۍ يو بل ته مخامخ وې.
کله چې ټولو بنى اِسرائيلو وليدل چې اور راکوزېدلو او د مالِک خُدائ د جلال نه ډک حضور هغه کور ډک کړے وو، نو هغوئ پړمخې په زمکه وغورزېدل، سجده يې وکړه او د مالِک خُدائ په ثناء صِفت کښې يې وفرمائيل، ”هغه مهربان دے، د هغۀ د وفا نه ډکه مينه د همېشه دپاره ده.“
د دِيار لرګى به زمونږ د کور وى تيرونه، او د خوشبوداره دِيار لرګى زمونږ د کور دى تيرونه، او د دِيار ونه به زمونږ د کوټې چت وينه.
ستا سر لکه د کرمل د غرۀ په شان اوچت دېنه، ستا د زلفو ښائست لکه د شاهى ګُلکارۍ په شان دېنه تر دې چې بادشاهان هم ستا د کمڅو د ولونو بنديوان دينه.
او د خُدائ د کور نه ګېرچاپېره د اِمامانو کوټې پينځۀ دېرش فټه پلنې وې.
نو بره کوټې تنګې وې، ځکه چې په دې کښې هالونو د لاندې او مينځنى منزلونو د کور د کوټو په نسبت ډېر ځائ نيولے وو.