16 هغۀ د ناپ تول په چوکۍ مشرقى دېوال ناپ کړو، دا اتۀ سوه او پينځۀ اويا فټه اوږد وو.
کله چې هغۀ زۀ هلته بوتلم، نو ما يو سړے وليدو څوک چې د زېړو په شان ښکارېدو، او هغه د دروازې په خولۀ کښې ولاړ وو او په لاس کښې يې د کتان فيته وه او د ناپ تول لرګے يې نيولے وو.
بيا هغۀ شمال طرف ته دېوال ناپ کړو، دا د ناپ په چوکې اتۀ سوه او پينځۀ اويا فټه وو.
”تاسو چې کله زمکه د ميراث په توګه تقسيموئ، تاسو به د زمکې يوه حِصه مالِک خُدائ ته د مقدسې علاقې په توګه وقف کړئ چې د دې اوږدوالے دولس نيم کيلوميټره او پلنوالے يې لس کيلوميټره وى، دا ټوله علاقه په کار دے چې مقدسه وى.
بيا ما بره وکتل، او هلته زما په وړاندې د ناپ تول فيته په لاس يو سړے ولاړ وو.