Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 42:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 کله چې اِمامان د مالِک خُدائ په مقدس کور کښې داخل شى، بيا به هغوئ تر هغه وخته بهرنى دربار ته نۀ ځى ترڅو چې هغوئ هغه مقدسې جامې ونۀ باسى په کومو کښې چې هغوئ خِدمت کولو، ځکه چې دا مقدسې دى. هغوئ له پکار دى چې نورې کپړې واچوى د دې نه مخکښې چې هغوئ هغه ځايونو ته ورشى کوم چې د نورو خلقو دپاره دى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 42:14
16 Iomraidhean Croise  

زۀ په مالِک خُدائ کښې ډېر خوشحاله يم. زما ځان د خُدائ پاک په تعريف کښې د خوشحالۍ سندرې وائى. ځکه لکه څنګه چې د وادۀ زلمے د وادۀ په جوړه کښې او ناوې په کالو ځان سنګار کړے وى داسې مالِک خُدائ زۀ د خلاصون په لباس او د صداقت په څادر کښې رانغښتے يم.


بيا زۀ‎ هغه سړى واپس د مقدس ځائ بهرنۍ دروازې ته راوستلم، کومه چې د نمرخاتۀ طرف ته وه، او دا بنده وه.


کله چې هغوئ بهرنى دربار ته وځى چرته چې خلق دى، هغوئ دې هغه کپړې وباسى چې هغوئ په کښې خِدمت کولو او دا دې په مقدسو کوټو کښې پرېږدى، او نورې جامې دې واچوى، هسې نه چې هغوئ په خپلو کپړو سره خلق مقدس کړى، او د هغوئ ژوند په خطره کښې واچوى.


نو بيا به هارون مقدسې خېمې ته ننوځى، زيات مقدس ځائ ته د ننوتلو نه مخکښې هغۀ چې کوم د اِمامانو د کتان لِباس اغوستے وو نو هغه به وباسى او هلته به يې پرېږدى.


هغه به په يو مقدس ځائ کښې غسل وکړى او خپلې جامې به واغوندى. د هغې نه پس، هغه به بهر لاړ شى او د خپلو ګناهونو او د خلقو ګناهونو لرې کولو کفارې دپاره به سوزېدونکې نذرانه پېش کړى.


بيا، موسىٰ د هارون زامن مخکښې راوستل او قميصونه يې ورواغوستل، د هغوئ د ملا نه يې پټۍ تاو کړې او ټوپۍ يې ورپه سر کړې، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.


هغۀ هارون ته هغه قميص او چُوغه ورواغوستله او د ملا نه يې پټۍ ورله تاو کړه. هغه پېش بند يې ورواغوستلو او په يو ښۀ ګُلکارى شوى کمربند سره يې ونښلولو چې د هغۀ د ملا نه تاو وو.


عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”کوم سړے چې قُلبه کول شروع کړى بيا شاته ګورى هغه د خُدائ پاک د بادشاهۍ لائق نۀ دے.“


بلکې د دې په ځائ د مالِک عيسىٰ مسيح جامې په تن کړئ او د نفس د خواهشاتو دپاره تدبيرونه مۀ جوړَوئ.


لار دا ده چې عيسىٰ مسيح باندې ايمان راوړلو سره خُدائ پاک مونږ صادقان جوړوى، دا لار د ټولو دپاره ده، په هيچا کښې هم فرق نشته.


تاسو څومره چې په مسيح کښې بپتسمه شوى يئ، د مسيح جامې مو اغوستې دى.


اے ځوانانو، هم دغه شان تاسو هم د مشرانو تابعدار اوسئ، بلکې د يو بل د خِدمت دپاره تاسو ټول په حليمۍ ملا وتړئ ځکه چې، ”خُدائ پاک د کبرژنو مقابله کوى خو عاجزانو له فضل ورکوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan