Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 42:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 بيا هغۀ ما ته ووئيل، ”شمال او جنوب ته کوټې چې د مالِک خُدائ د کور دربار ته يې مخې دى د اِمامانو کوټې دى، چرته چې هغه اِمامان څوک چې د مالِک خُدائ په وړاندې ودرېدل نو هغوئ دې مقدسې نذرانې وخورى. هلته به هغوئ ډيرې مقدسې نذرانې کېږدى، يعنې د غلې نذرانې، د ګناه نذرانې او د ګناه د تاوان نذرانې، ځکه چې هغه ځائ مقدس دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 42:13
27 Iomraidhean Croise  

هغۀ طوبياه له دا اجازت ورکړو چې يوه لويه کوټه استعمالوى چې به مخکښې په کښې د غلې نذرانو او خوشبويۍ نذرانو د جمع کولو او د خُدائ پاک په کور کښې د استعمالېدونکى سامان دپاره، د اِمامانو د نذرانو دپاره، د غلې د لسمې حصې، د ميو او د زيتُونو هغه تېلو دپاره مخصوصه وه کومه به چې ليويانو، د خُدائ پاک د کور موسيقارانو او د خُدائ پاک د کور څوکيدارانو دپاره وه.


د ګډ هغه غوښه واخله کومه چې د هارون او د هغۀ د زامنو په مقررولو کښې استعمال شوې وى او په يو پاک ځائ کښې يې اويشوه.


د شمال د طرف نه دننه يوه دروازه وه چې د داخلېدو د کوټې د لارې نه دننه دربار ته تللې وه چې هلته به په هغې کښې د سوزولو قربانۍ څاروى وينځلے کېدل.


او هغه کوټه د کومې مخه چې شمال خوا ته ده د هغه اِمامانو دپاره ده څوک چې د قربان‌ګاه مشران دى. او هغوئ د صدوق زامن دى، څوک چې د ليويانو د قبيلې يواځې هغه کسان دى چا ته چې د مالِک خُدائ په حضور کښې د خِدمت کولو اجازت ورکړے شوے دے.


يو بل عمارت چې مخه يې د خُدائ د کور د دربار مغرب طرف ته وه هغه يو سل دوويشت نيم فټه کولاو او يو سل او اووۀ پنځوس نيم فټه اوږد وو، او د هغې دېوالونه پاو کم نهۀ فټه پلن وُو.


بيا هغه سړى زۀ د شمال خوا ته بهرنى دربار ته بوتلم او زۀ يې د مالِک خُدائ د کور مخامخ دربار کوټو ته او بهرنى دېوال ته مخامخ د شمال خوا ته راوستلم.


د خُدائ د کور جنوب طرف ته يو بله آبادى وه چې د مالِک خُدائ د کور مغرب طرف ته وه


”د ګناه نذرانه تاسو په مقدس ځائ کښې ولې ونۀ خوړله؟ دا ډېره مقدسه ده او دا مالِک خُدائ تاسو له د دې دپاره درکړې ده چې د کفارې ادا کولو په ذريعه د مالِک خُدائ په نظر کښې د قوم ګناهونه لرې شى.


بيا موسىٰ هارون ته وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ مطلب دا وو کله چې هغۀ وفرمائيل، هر څوک چې زما خِدمت کوى هغوئ دې خامخا زما د پاکوالى عزت کوى، زۀ به خپلو خلقو ته خپل جلال څرګند کړم.“ خو هارون غلے پاتې شو.


هغه به ګډُورے په هغه مقدس ځائ کښې حلال کړى چرته چې د ګناه نذرانې او د سوزېدونکې نذرانې دپاره ځناور حلالولے شى. دا ځکه چې د ګناه د تاوان نذرانه، د ګناه د نذرانې په شان د اِمام ده او ډېره مقدسه ده.


د غلې د نذرانې نه پاتې شوې برخه به د اِمامانو وى، دا به ډېره مقدسه ګڼلے شى، ځکه چې دا مالِک خُدائ ته په اور باندې سوزېدونکې نذرانې نه اخستے شوې ده.


د غلې د نذرانې نه پاتې شوې برخه به د اِمامانو وى، دا به ډېره مقدسه ګڼلے شى، ځکه چې دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې نه اخستے شوې ده.


خو داسې کس په اور باندې تيارېدونکې نذرانه خوړلے شى چې ما ته پېش کيږى، يعنې هغه دواړه نذرانې په اور تيارېدونکې مقدسه نذرانه او په اور تيارېدونکې ډېره مقدسه نذرانه،


دا روټۍ د هارون او د هغۀ د اولاد ده او هغوئ به دا په يو مقدس ځائ کښې خورى، ځکه چې دا د اِمامانو دپاره مالِک خُدائ ته په اور تيارېدونکې نذرانې يوه ډېره مقدسه برخه ده.“


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته دا اصُول وښودل.


د اِمامانو د کورَنو هر نر دا نذرانه خوړلے شى، دا ډېره مقدسه ده.


د ګناه د نذرانو د ورکولو دپاره دا اصُول دى، کومې چې ډېرې مقدسې دى.


د اِمامانو د کورَنو هر نر کس دا خوړلے شى، خو دا به خامخا په يو مقدس ځائ کښې خوړلے شى، ځکه چې دا ډېره مقدسه ده.


دا د بنى اِسرائيلو دپاره يو خبردارے وو چې څوک د هارون اولاد نۀ وى نو بل غېر سړے به قربان‌ګاه ته نزدې نۀ راځى د دې دپاره چې مالِک خُدائ ته خوشبوئى وسوزوى. ګنې هغه به د قورح او د هغۀ د سړو په شان تباه شى. دا هر څۀ هم هغه شان وشول چې څنګه مالِک خُدائ اِلى‌عزر له د موسىٰ په ذريعه حُکم ورکړے وو.


او قورح او د هغۀ ملګرو ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ به سبا سحر مونږ ته وښائى چې څوک د هغۀ دى او څوک مقدس دى. او هغه به صِرف هغه کس خپل ځان ته نزدې پرېږدى چې کوم يې خوښ کړے وى.


خو يواځې تۀ او ستا زامن به د اِمامت هغه ذمه وارۍ پوره کوئ کومې چې د قربان‌ګاه او د زيات مقدس ځائ سره تعلق لرى. دا ستاسو ذمه وارۍ دى، ځکه چې ما تاسو له د اِمامت تُحفه درکړې ده. هر څوک چې حقدار نۀ وى او نزدې راشى نو هغه به ووژلے شى.“


د ليوى قبيلې اِمامان به هم هلته لاړ شى، ځکه چې هغوئ به هره هغه لانجه فېصله کوى چې د ظلم او زياتى سره يې تعلق وى. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغوئ د خپل خِدمت دپاره خوښ کړى دى او چې د هغۀ په نوم برکتونه وغواړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan