12 د کوټو دروازې جنوب طرف ته وې. هلته يوه دروازه وه چې دا د حِفاظتى دېوال سره يو شان د مشرق طرف ته غزېدلې وه، په کومه چې يو کس کوټو ته ننوځى.
د دې کوټو په مخکښې يوه دننه لار وه اوولس نيم فټه پلنه او يو سل او پينځۀ اويا فټه اوږده وه. د دې دروازې په شمال کښې وې.
هلته بهرنے دېوال د کوټو او د بهرنى دربار سره برابر وو، او دا د کوټو مخې ته اووۀ اتيا نيم فټه اوږد وو.
په هغۀ کښې د عمارت ټولې برخې رايوځائ کيږى او ترې نه د مالِک مقدس کور جوړيږى.