حزقىايل 42:1 - Pakistani Yousafzai Pashto1 بيا هغه سړى زۀ د شمال خوا ته بهرنى دربار ته بوتلم او زۀ يې د مالِک خُدائ د کور مخامخ دربار کوټو ته او بهرنى دېوال ته مخامخ د شمال خوا ته راوستلم. Faic an caibideil |
بيا هغۀ ما ته ووئيل، ”شمال او جنوب ته کوټې چې د مالِک خُدائ د کور دربار ته يې مخې دى د اِمامانو کوټې دى، چرته چې هغه اِمامان څوک چې د مالِک خُدائ په وړاندې ودرېدل نو هغوئ دې مقدسې نذرانې وخورى. هلته به هغوئ ډيرې مقدسې نذرانې کېږدى، يعنې د غلې نذرانې، د ګناه نذرانې او د ګناه د تاوان نذرانې، ځکه چې هغه ځائ مقدس دے.