9 د هغه کوټو بهرنے دېوال پاو کم نهۀ فټه پلن وو. د کوټو په مينځ کښې هغه کولاو ځائ وو.
د کولاو ځائ نه دې کوټو ته د ورننوتلو لارې ورغلې وې، يوه په شمال کښې او بله په جنوب کښې وه، او بنياد چې دا کولاو ځائ په خپلو کښې يو ځائ کوى پاو کم نهۀ فټه کولاو وو.
بيا هغۀ د خُدائ د کور دېوال ناپ کړو، هغه لس نيم فټه پلن وو. او د خُدائ د کور ګېرچاپېره هر طرف ته کوټه اووۀ فټه پلنه وه.
بيا هغه سړى زۀ د شمال خوا ته بهرنى دربار ته بوتلم او زۀ يې د مالِک خُدائ د کور مخامخ دربار کوټو ته او بهرنى دېوال ته مخامخ د شمال خوا ته راوستلم.
د دې کوټو په مخکښې يوه دننه لار وه اوولس نيم فټه پلنه او يو سل او پينځۀ اويا فټه اوږده وه. د دې دروازې په شمال کښې وې.