4 او هغۀ د دننه مقدس ځائ اوږدوالے ناپ کړو، هغه پينځۀ دېرش فټه وو، او د دې پلنوالے پينځۀ دېرش فټه وو. هغۀ ما ته ووئيل، ”دا د ټولو نه زيات مقدس ځائ دے.“
دننه کوټه چې زيات مقدس ځائ بللے شو هغه د مالِک خُدائ د کور شاته جوړه وه. هغه تقريباً لس ګزه اوږده وه او د دِيار تختې يې د فرش نه تر چت پورې رسېدلې وې.
دنننۍ کوټه لس ګزه اوږده، لس ګزه پلنه او لس ګزه اوچته وه، چې ټوله په سوچه سرو زرو پټه وه. قربانګاه د دِيار په تختو باندې پټه وه.
هغۀ د خُدائ پاک د کور په دوو طرفونو او شاته نورې کوټې جوړې کړې.
پيالۍ، د ډيوو سرپوښونه، جامونه، د خوشبويۍ لوښى او د بلو سکارو د وړلو دپاره لوښى، او د زيات مقدس ځائ د دروازو دپاره قبضې او د مالِک خُدائ د کور بهرنۍ دروازې. دا ټول سامان د سوچه سرو زرو نه جوړ وو.
بيا اِمامانو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق د هغۀ کور ته دننه کړو او په زيات مقدس ځائ کښې يې دننه د وزرو والا مخلوق د وزرو لاندې کېښودو.
د دنننۍ کوټې نوم زيات مقدس ځائ وو، چې تقريباً لس ګزه اوږده او لس ګزه پلنه وه، چې د کور د پوره پلنوالى هومره وه. د زيات مقدس ځائ د دېوالونو پټولو دپاره د شلو ټنو نه زيات سرۀ زر استعمال شوى وُو،
بيا اِمامانو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق د خپل خاص ځائ يعنې د خُدائ پاک د کور دنننى زيات مقدس ځائ ته راوړو او د وزرو والا مخلوق لاندې يې کېښودو.
بهرنى دواړو مقدس ځايونو او ډېر زيات مقدس ځائ دوه دروازې وې.
او ښار په څلور ګوټه شکل جوړ وو او څومره چې اوږد وو هغه هومره پلن وو، او هغې د ښار ناپ په ګز وکړو او د دې اوږدوالے، پلنوالے او اوچتوالے برابر وُو چې دوه نيم زره کيلوميټره وُو.