26 د وړې کوټې په بهرنى دېوالونو باندې وړې کړکۍ وې چې په هره يوه باندې د کجورو ونې نقش شوې وې. د خُدائ د کور د وړو کوټو مخې کښې هم د لرګو دالانونه وُو.
دواړو طرفونو ته په دېوالونو باندې درې قطاره کړکۍ وې.
سليمان د ستنو يو دربار جوړ کړو، چې پينځۀ اويا فټه اوږد او پينځۀ څلوېښت فټه پلن وو. د دې مخامخ يوه د ستنو برانډه او مخې ته يې يو دالان وو.
د څوکيدارانو په ټولو کوټو کښې وړې وړې کړکۍ غوندې وې، څۀ په بهرنى دېوالونو کښې وې، څۀ د کمرو په دننه دېوالونو کښې وې. او په دېوالونو د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه.
بيا هغۀ زۀ د مالِک خُدائ د کور دننه کوټې ته راوستلم. او هغۀ د ډيوډۍ د ستنو ناپ واخستو، او هغه پاو کم نهۀ فټه په هرې خوا پلنې وې، او په خپله د داخلېدو د دروازې پلنوالے څليريشت فټه وو، او يو بل دېوال وو په هره خوا کښې چې پاو کم شپږ فټه وو.
نو بيا د هغې اوږدوالے څوارلس فټه وو او د هغې د ستنې پلنوالے درې نيم فټه وو. د دې ډيوډۍ آخر سر د خُدائ پاک د کور د داخلېدو دواړو خواؤ دېوالونو ته نزدې او مخامخ وو.
او وړې کړکۍ او د دې دريواړو نه ګېرچاپېره هالونه د دې هر څۀ نه وروستو او د ډيوډۍ سره ټول په لرګى پټ وُو. فرش او دېوال، تر کړکيانو پورې او کړکۍ هم پټې وې.
بيا هغۀ د خُدائ د کور دېوال ناپ کړو، هغه لس نيم فټه پلن وو. او د خُدائ د کور ګېرچاپېره هر طرف ته کوټه اووۀ فټه پلنه وه.