24 هرې يوې دروازې دوه پلې لرلې او هرې يوې پلې ته دوه قبضې وې.
د وزرو والا دوه مخلوق د زيتُونو لرګى نه جوړ وُو او په زيات مقدس ځائ کښې اېښودے شوى وُو، چې هر يو تقريباً پينځۀ ګزه لوړ وو.
د نختر د لرګى نه دوه دروازې هم جوړې کړے شوې وې چې دې دروازو به په مينځ کښې هم د کولاوېدو او بندېدو قبضې لرلې.
د ډيوو سرپوښونه، جامونه، د خوشبويۍ لوښى او د بلو سکارو وړلو دپاره استعمالېدونکى لوښى. دا ټول څيزونه د سوچه سرو زرو نه جوړ شوى وُو. د خُدائ پاک د کور بهرنۍ دروازې او د زيات مقدس ځائ دروازې په سرو زرو باندې پټې کړے شوې وې.
بيا هغۀ زۀ د مالِک خُدائ د کور دننه کوټې ته راوستلم. او هغۀ د ډيوډۍ د ستنو ناپ واخستو، او هغه پاو کم نهۀ فټه په هرې خوا پلنې وې، او په خپله د داخلېدو د دروازې پلنوالے څليريشت فټه وو، او يو بل دېوال وو په هره خوا کښې چې پاو کم شپږ فټه وو.
کله چې تاسو د يو ښار د قبضه کولو کوشش کوئ، نو د هغه ځائ مېوه دارې ونې مۀ پرې کوئ، اګر چې محاصره د ډېر وخت پورې اوږده هم شى. مېوه يې خورئ، خو ونې مۀ تباه کوئ، ځکه چې ونې ستاسو دشمنانې نۀ دى.