21 د بهرنى مقدس ځائ د دروازو چوکاټونه مربع وُو او د ډېر زيات مقدس ځائ مخې ته هم د دې په شان وُو.
مينځنۍ کوټې ته ننوتو دروازې د چوکاټ دپاره د زيتُونو د لرګى نه څلور مخيز بازوګان جوړ کړے شوى وُو.
هغۀ بيا د دروازې مينځنے دېوال کوم چې د خُدائ د کور دربار سره يوځائ شوے وو ناپ کړو هغه يو سل او پينځۀ فټه وو.
نو بيا د هغې اوږدوالے څوارلس فټه وو او د هغې د ستنې پلنوالے درې نيم فټه وو. د دې ډيوډۍ آخر سر د خُدائ پاک د کور د داخلېدو دواړو خواؤ دېوالونو ته نزدې او مخامخ وو.
بيا هغه سړى زۀ د خُدائ د کور مقدس ځائ ته راوستلم او هغۀ د دروازو ستنې ناپ کړې، دواړو خواو ته د ستنو پلنوالے لس نيم فټه وو.