Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 41:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 د داخلېدو لار اوولس نيم فټه پلنه وه، او د دواړو خوا دېوال ‎پاو کم نهۀ فټه اوږد وو. هغۀ بهرنے مقدس ځائ هم ناپ کړو، دا اويا فټه اوږد وو او پينځۀ دېرش فټه پلن وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 41:2
11 Iomraidhean Croise  

د زيات مقدس ځائ په مخکښې لويه کوټه تقريباً شل ګزه اوږده وه.


دننه دا تقريباً دېرش ګزه اوږده، لس ګزه پلنه او پينځلس ګزه اوچته وه.


هغوئ د ننوتو د کوټې دروازې بندې کړې، ډيوې يې پرېښودې چې مړې شى او خوشبوئى يې نۀ سوزوله او نۀ يې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک په مقدس ځائ کښې سوزېدونکې نذرانې پېش کړې.


سليمان چې د خُدائ پاک د کور کوم بنياد کېښودو هغه تقريباً دېرش ګزه اوږد او تقريباً لس ګزه پلن وو.


هغۀ د کور د دېوالونو، د تختو او دروازو پټولو دپاره سرۀ زر استعمال کړل، کاريګرو په دېوالونو باندې د وزرو والا مخلوق نقشې هم جوړې کړې،


د خېمې د ننوتلو دروازې دپاره د کتان نه يوه پړده جوړه کړه چې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه تياره شوې وى او چې دا په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوے وى.


هغوئ د خېمې د ننوتلو دروازې دپاره د کتان نه يوه پړده جوړه کړه چې د آسمانى، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه تياره شوې وه او چې په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وه.


هغه سړى زۀ بيا د مالِک خُدائ د کور دروازې ته راوستلم، او ما وليدل چې د خُدائ د کور د درشل د لاندې نه اوبۀ د نمرخاتۀ طرف ته راروانې وې ځکه چې د مالِک خُدائ د کور مخه نمرخاتۀ طرف ته وه. اوبۀ د مالِک خُدائ د کور د جنوب خوا نه ښکته د قربان‌ګاه جنوب خوا ته راروانې وې.


نو عيسىٰ هغوئ ته بيا وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې زۀ د ګډو دپاره دروازه يم.


زۀ دروازه يم. څوک چې زما په وسيله ننوځى هغه به بچ شى. هغه به دننه بهر تلے راتلے شى او د څرن ځائ به ومومى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan