19 انسانى مخ يې د کجورې يوې ونې طرف ته وو او د زمرى مخ يې د کجورې د بلې ونې طرف ته وو. دا تصويرونه ګېرچاپېره د خُدائ په کور کښې نقش شوى وُو.
چې په دې تختو باندې د زمرو، غوَيانو او د وزرو والا مخلوق نمونې جوړ وُو، په چوکاټونو باندې بره او لاندې ګول ګُلکارى شوې وه.
د هر يو څلور مخونه وُو چې په مخامخ د هر يو شکل د انسان وو، او په ښې طرف هغوئ د زمرى په شکل وو، ګس طرف ته يې د غوائى شکل وو، او شاته لکه د باز په شان وو.
د هر يو وزرو والا مخلوق څلور مخونه وُو، اول مخ لکه د غوائى په شان وو، او دوېم مخ يې د انسان په شان وو، درېم مخ يې لکه د ازمرى په شان وو، او څلورم مخ لکه د باز په شان وو.
د هر يو څلور مخونه او څلور وزرونه وُو، او داسې يو څيز يې د وزرو لاندې وو چې په ليدلو کښې لکه د انسان د لاسونو په شان ښکارېدو.