Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 41:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 د وزرو والا د مخلوق او د کجورو د ونو تصويرونه جوړ شوى وُو. او د وزرو والا مخلوق او د کجورو ونې يو د بل پسې نقش شوى وُو، او د هر يو وزرو والا مخلوق دوه مخونه وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 41:18
16 Iomraidhean Croise  

او دا دروازې د وزرو والا مخلوق، د کجورو ونو او غړېدلو شوو ګلونو په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وې، چې په سرو زرو يو شان پټې وې.


چې په دې تختو باندې د زمرو، غوَيانو او د وزرو والا مخلوق نمونې جوړ وُو، په چوکاټونو باندې بره او لاندې ګول ګُلکارى شوې وه.


ستنې او تختې د وزرو والا مخلوق، زمرو او د کجورو ونو په شکلونو باندې ښائسته کړے شوې وې، چې چرته هم خالى ځائ وو نو ګول ګُلکارى ورباندې شوې وه.


په لويه کوټه باندې د دِيار د لرګى تختې لګولے شوې وې چې په سوچه سرو زرو باندې پټې وې، چې په دې باندې د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه او د زنځيرونو نمونې ورباندې جوړې شوې وې.


هغۀ د کور د دېوالونو، د تختو او دروازو پټولو دپاره سرۀ زر استعمال کړل، کاريګرو په دېوالونو باندې د وزرو والا مخلوق نقشې هم جوړې کړې،


د هر يو څلور مخونه وُو چې په مخامخ د هر يو شکل د انسان وو، او په ښې طرف هغوئ د زمرى په شکل وو، ګس طرف ته يې د غوائى شکل وو، او شاته لکه د باز په شان وو.


د هر يو وزرو والا مخلوق څلور مخونه وُو، اول مخ لکه د غوائى په شان وو، او دوېم مخ يې د انسان په شان وو، درېم مخ يې لکه د ازمرى په شان وو، او څلورم مخ لکه د باز په شان وو.


د هر يو څلور مخونه او څلور وزرونه وُو، او داسې يو څيز يې د وزرو لاندې وو چې په ليدلو کښې لکه د انسان د لاسونو په شان ښکارېدو.


د څوکيدارانو په ټولو کوټو کښې وړې وړې کړکۍ غوندې وې، څۀ په بهرنى دېوالونو کښې وې، څۀ د کمرو په دننه دېوالونو کښې وې. او په دېوالونو د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه.


د مشرق دروازې په شان، د هغې د داخلېدو کوټه او کړکۍ او د کجورو د ونو ګُلکارى هم هغه شان په يوه اندازه شوې وې. او اووۀ پوړۍ هم ورته ختلې وې، چې مخامخ ورته ډيوډۍ وه چې دربار ته تللې وه.


د دروازو دپاسه کومه لار چې د مالِک خُدائ د کور دننه مقدس ځائ ته ورغلې وه او د هغې په دننه او بهر دېوالونو باندې هم


د فرش نه تر د ننوتلو دروازې پورې پاس، او د بهرنى مقدس ځائ په دېوال باندې د وزرو والا د مخلوق او د کجورو د ونو تصويرونه جوړ شوى وُو.


او د بهرنى مقدس ځائ په دروازو د وزرو والا مخلوق تصوير او د کجورو د ونې تصويرونه نقش وُو لکه څنګه چې په دېوالونو باندې نقش شوى وُو، او هلته د لرګو يو دالان د وړې کوټې مخې ته جوړ شوے وو.


او د دې نه پس ما د خلقو لويه ګڼه وليده چې بې‌شمېره وه، دا د ټولو قومونو، ټولو خيلونو او د مختلفو ژبو د ويوونکو خلقو ګڼه د تخت او د ګډُورى د وړاندې ولاړه وه. او هغوئ سپينې جامې اغوستې وې او د کجورو څانګې يې په لاسونو کښې نيولې وې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan