13 بيا هغۀ د خُدائ د کور ناپ وکړو، دا يو سل او پينځۀ اويا فټه اوږد وو، او د خُدائ د کور دربار او هغه عمارت چې د دې دېوالونو سره وو هغه هم يو سل او پينځۀ اويا فټه اوږد وو.
نو بيا هغه سړى د مالِک خُدائ د کور دننه دربار ناپ کړو او هغه يو سل او پينځۀ اويا فټه اوږد او يو سل او پينځۀ اويا فټه پلن وو. او قربانګاه د دربار په صحن کښې د مالِک خُدائ د کور مخې ته وه.
يو بل عمارت چې مخه يې د خُدائ د کور د دربار مغرب طرف ته وه هغه يو سل دوويشت نيم فټه کولاو او يو سل او اووۀ پنځوس نيم فټه اوږد وو، او د هغې دېوالونه پاو کم نهۀ فټه پلن وُو.
مشرق طرف ته د مالِک خُدائ د مقدس کور دربار د خُدائ د کور مخې سره يو سل او پينځۀ اويا فټه پلن وو.
بيا هغۀ د هغه عمارت اوږدوالے د دېوالونو سره ناپ کړو چې د خُدائ د کور دربار ته مخامخ وو، چې دا يو سل او پينځۀ اويا فټه وو. د مالِک خُدائ د کور ډيوډۍ، مقدس ځائ او د ټولو نه زيات مقدس ځائ،
بيا هغه سړى زۀ د شمال خوا ته بهرنى دربار ته بوتلم او زۀ يې د مالِک خُدائ د کور مخامخ دربار کوټو ته او بهرنى دېوال ته مخامخ د شمال خوا ته راوستلم.
د خُدائ د کور جنوب طرف ته يو بله آبادى وه چې د مالِک خُدائ د کور مغرب طرف ته وه
هغه کور چې دروازه يې د شمال طرف ته وه هغه يو سل او پينځۀ اويا فټه اوږده وه او اووۀ اتيا نيم فټه پلنه وه.
نو د کوټو قطار د بهرنى دربار په طرف اووۀ اتيا نيم فټه اوږد وو، او د مقدس ځائ سره نزدې قطار يو سل او پينځۀ اويا فټه اوږد وو.