9 نو بيا د هغې اوږدوالے څوارلس فټه وو او د هغې د ستنې پلنوالے درې نيم فټه وو. د دې ډيوډۍ آخر سر د خُدائ پاک د کور د داخلېدو دواړو خواؤ دېوالونو ته نزدې او مخامخ وو.
د مشرق خوا ته دروازه کښې په دواړو طرفونو ته درې کوټې وې، او ټولې په يو ناپ تول وې او د دې په مينځ کښې ټول دېوالونه هم يو شان پلن وُو.
نو بيا هغۀ د دروازې دننه ډيوډۍ ناپ کړه،
بيا هغه سړى زۀ د خُدائ د کور مقدس ځائ ته راوستلم او هغۀ د دروازو ستنې ناپ کړې، دواړو خواو ته د ستنو پلنوالے لس نيم فټه وو.
د بهرنى مقدس ځائ د دروازو چوکاټونه مربع وُو او د ډېر زيات مقدس ځائ مخې ته هم د دې په شان وُو.
د وړې کوټې په بهرنى دېوالونو باندې وړې کړکۍ وې چې په هره يوه باندې د کجورو ونې نقش شوې وې. د خُدائ د کور د وړو کوټو مخې کښې هم د لرګو دالانونه وُو.
صرف شهزاده په دې کښې دننه کښېناستے شى چې د مالِک خُدائ په حضور کښې خوراک وکړى. هغه دې د برنډې د لارې نه دننه راشى او په هم هغه لار دې بهر لاړ شى.“
اِمام به لږه وينه د ګناه د نذرانې نه راواخلى او دا به د خُدائ د کور د دروازې په درشل واچوى، د قربانګاه د برنۍ حصې په څلور واړو ګوټونو، او د خُدائ د کور د دننه دربار په چوکاټونو به يې واچوى.