حزقىايل 40:6 - Pakistani Yousafzai Pashto6 نو بيا هغه د هغې دروازې خوا ته لاړو چې مخ يې د مشرق طرف ته وو. هغه په پوړو وروختو او د دروازې درشل يې ناپ کړو چې هغه لس نيم فټه وه. Faic an caibideil |
هلته په دروازه کښې ښې طرف ته او ګس طرف ته درې د څوکيدارانو کوټې جوړې شوې وې چې د هرې يوې اوږدوالے او پلنوالے لس نيم فټه وو او د څوکيدارانو د کوټو په مينځ کښې د دېوال پلنوالے پاو کم نهۀ فټه وو. او د څوکيدارانو د کوټو شاته د تېرېدو لاره وه چې لس نيم فټه ژوره وه او د دې کمرو نه وروستو يوه بله درشل وه چې لس نيم فټه وه او د مالِک خُدائ کور ته تللې وه.
کله چې شهزاده د خپلې خوښې نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کوى، کۀ هغه سوزېدونکې نذرانه وى او يا د سلامتۍ نذرانه وى، هغه دروازه چې مخ يې نمرخاتۀ طرف ته دے هغه به د هغۀ دپاره کولاو کړے شى. هغه به خپله سوزېدونکې نذرانه او يا د سلامتۍ نذرانه داسې پېش کړى څنګه چې هغه د سبت په ورځ کوى. بيا به هغه بهر لاړ شى، او د هغۀ د بهر تلو نه وروستو، به دروازه بنده کړے شى.“