Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 40:47 - Pakistani Yousafzai Pashto

47 نو بيا هغه سړى د مالِک خُدائ د کور دننه دربار ناپ کړو او هغه يو سل او پينځۀ اويا فټه اوږد او يو سل او پينځۀ اويا فټه پلن وو. او قربان‌ګاه د دربار په صحن کښې د مالِک خُدائ د کور مخې ته وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 40:47
5 Iomraidhean Croise  

د دننه دربار هم يوه دروازه وه چې جنوب خوا ته يې مخ وو، او هغۀ بيا د دې دروازې نه د بهر د جنوب دروازې خوا ته ناپ تول وکړو، هغه يو سل او پينځۀ اويا فټه وو.


هلته دننه د دربار طرف چې د شمال خوا نه يوه دروازه وه، بلکل لکه د هغه دروازې په شان لکه څنګه چې په مشرق کښې وه. هغۀ د يوې دروازې بلې دروازې ته مخامخ فاصله ناپ کړه، هغه يو سل او پينځۀ اويا فټه وه.


نو بيا هغۀ د دننه نه د ښکته دروازې د دربار داخل نه بهر طرف ته فاصله ناپ کړه، دا د مشرق خوا ته يو سل او پينځۀ اويا فټه او شمال خوا ته هم يو شان فاصله وه.


بيا هغۀ د خُدائ د کور ناپ وکړو، دا يو سل او پينځۀ اويا فټه اوږد وو، او د خُدائ د کور دربار او هغه عمارت چې د دې دېوالونو سره وو هغه هم يو سل او پينځۀ اويا فټه اوږد وو.


او هلته پړدې ته مخامخ هغۀ د سوزېدونکې نذرانې قربان‌ګاه کېښوده. او په هغې باندې يې سوزېدونکې نذرانې او د غلې نذرانې پېش کړې، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan