43 په ګېرچاپېره دېوال کښې د دوو خُلو والا کُنډې راځوړندې وې چې يو څپک اوږدې وې. دا مېزونه د نذرانو د څاروو دپاره وُو.
نو هلته هم څلور مېزونه د تراشلے شوو کاڼو نه د سوزېدونکې قربانۍ دپاره جوړ شوى وُو چې يو دېرش نيم اِنچه اوږدۀ او پلن وُو او يوويشت اِنچه لوړ وُو. په دې مېزونو باندې د قربانۍ د څاروو د حلالېدلو دپاره د قصابانو چړې او نور څيزونه پراتۀ وُو.
نو بيا مونږ دننه دربار ته ننوتو، هلته د شمالى دروازې سره يوه کوټه وه چې دننه دربار طرف ته کولاو وه او د هغې مخ جنوب طرف ته وه. د جنوبى دروازې سره هم دا شان کوټه وه چې د هغې مخ شمال طرف ته وو.
بيا به د هغه ځناور نه څرمن وباسى او حِصې حِصې به يې کړى،
هغوئ به د ځناور حِصې، سره د سر او وازګې په اور باندې کېږدى.
هغۀ دا ګډ حِصې حِصې کړو او د هغۀ دنننى اندامونه او پتُونان يې په اوبو ووينځل او سر، وازګه او نور ټول پاتې شوے ګډ يې په قربانګاه باندې وسوزولو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. دا سوزېدونکې نذرانه يوه په اور تيارېدونکې نذرانه وه او د دې بوئ په مالِک خُدائ ښۀ ولګېدو.