Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 40:34 - Pakistani Yousafzai Pashto

34 د هغې د ډيوډۍ مخ دننه د دربار طرف ته وو، او د دواړو طرفو په ستنو يې د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه، او اتۀ پوړۍ ورختلې وې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 40:34
7 Iomraidhean Croise  

د څوکيدارانو په ټولو کوټو کښې وړې وړې کړکۍ غوندې وې، څۀ په بهرنى دېوالونو کښې وې، څۀ د کمرو په دننه دېوالونو کښې وې. او په دېوالونو د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه.


د مشرق دروازې په شان، د هغې د داخلېدو کوټه او کړکۍ او د کجورو د ونو ګُلکارى هم هغه شان په يوه اندازه شوې وې. او اووۀ پوړۍ هم ورته ختلې وې، چې مخامخ ورته ډيوډۍ وه چې دربار ته تللې وه.


د هغه کوټو مخامخ هغې ته د بهر نه يوه لار ورختلې وه چې اووۀ پوړۍ يې وې، او د هغې په دېوالونو باندې په دواړو خواؤ د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه.


د هغې د کوټې مخ بهر دربار خوا ته وو، د هغې په ستنو د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه، او اتۀ پوړۍ ورته ورختلې وې.


ډيوډۍ بهرنى دربار ته مخامخ وه. د تېرېدو د ځائ په دېوالونو باندې د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه. دې دروازې ته اتۀ پوړۍ ختلې وې.


د داخلېدو د کوټې پلنوالے پينځۀ دېرش فټه وو، او اوږدوالے يې يوويشت فټه وو. او دې کوټې ته لس پوړۍ ورختلې وې، د دروازې په دواړو خواو دېوالونو کښې ستنې ولاړې وې.


نو بيا هغه د هغې دروازې خوا ته لاړو چې مخ يې د مشرق طرف ته وو. هغه په پوړو وروختو او د دروازې درشل يې ناپ کړو چې هغه لس نيم فټه وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan