30 د دروازې د داخلېدو د کوټې ناپ تول کومه چې دننه د دربار صحن ته ورغلې وه څوارلس فټه اوږده او پاو کم څلور څلوېښت فټه پلنه وه.
د څوکيدارانو په ټولو کوټو کښې وړې وړې کړکۍ غوندې وې، څۀ په بهرنى دېوالونو کښې وې، څۀ د کمرو په دننه دېوالونو کښې وې. او په دېوالونو د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه.
د دروازې د داخلېدو په لار کښې دواړو خواو د څوکيدارانو درې درې کوټې وې، د هغوئ په مينځ کښې دېوالونه او د هغوئ دننه کوټې ټولې د هغې وړومبې مشرقى دروازې په اندازه وې. د دروازې ډيوډۍ اووۀ اتيا نيم فټه اوږده وه او پاو کم څلور څلوېښت فټه پلنه وه.
د دروازې او د هغې د چوکيدارانو د کوټو ګېرچاپېره وړې وړې کړکۍ وې، د هغې کړکۍ د نورو کړکو په شان وې. د تېرېدو لار اووۀ اتيا نيم فټه اوږده وه او پاو کم څلور څلوېښت فټه پلنه وه.
د هغې د څوکيدارانو کوټې، او مينځنى دېوالونه او ډيوډۍ د هغه نورو دروازو سره په ناپ کښې يو شان وې. دروازه او د هغې د کوټو کړکۍ ګېرچاپېره وې، هغه اووۀ اتيا نيم فټه اوږدې او پاو کم څلور څلوېښت فټه پلنې وې.
د هغې د څوکيدارانو کوټې، مينځنى دېوالونه او د هغې ډيوډۍ د نورو دروازو سره يو شان په يو ناپ وې. د دروازې او د برنډې يو شان ګېرچاپېره کړکۍ وې. دا اووۀ اتيا نيم فټه اوږدې وې او پاو کم څلور څلوېښت فټه پلنې وې.
د هغې د څوکيدارانو کوټې، مينځنى دېوالونه او د هغې ډيوډۍ د نورو دروازو سره يو شان په يو ناپ وې. د دروازې او برنډې يو شان ګېرچاپېره کړکۍ وې. دا اووۀ اتيا نيم فټه اوږدې وې او پاو کم څلور څلوېښت فټه پلنې وې.