Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 40:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 کله چې هغۀ زۀ هلته بوتلم، نو ما يو سړے وليدو څوک چې د زېړو په شان ښکارېدو، او هغه د دروازې په خولۀ کښې ولاړ وو او په لاس کښې يې د کتان فيته وه او د ناپ تول لرګے يې نيولے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 40:3
14 Iomraidhean Croise  

زۀ به اِنصاف د دې فيته او صداقت د دې د سال مزے کړم. تاسو چې په کومو دروغو باندې يقين ساتئ نو ږلۍ به يې ټول يوسى او سېلابونه به ستاسو د پناه ځايونه وران کړى.“


د مالِک خُدائ هداياتو او تعليماتو ته ګورئ. هغه خلق څوک چې د هغۀ د کلام په مطابق پېغام نۀ اوروى نو د هغوئ مستقبل ښۀ نۀ وى.


دا کوم شکل چې ښکارېدو د ملا نه بره لکه ګرم شوې اوسپنې په شان چې د اور نه ډکه وى، او ملا نه لاندې لکه د اور په شان ښکارېدو، او ګېرچاپېره ترې صفا رڼا وه.


د هغوئ پښې نېغې وې، او په پښو کښې يې لکه د سخى په شان نوکونه وُو او هغه لکه د پالش شوى پيتلو په شان ځلېدل.


بيا هغه سړى زۀ د خُدائ د کور مقدس ځائ ته راوستلم او هغۀ د دروازو ستنې ناپ کړې، دواړو خواو ته د ستنو پلنوالے لس نيم فټه وو.


هغۀ د ناپ تول په چوکۍ مشرقى دېوال ناپ کړو، دا اتۀ سوه او پينځۀ اويا فټه اوږد وو.


کله چې هغه سړے زما خوا کښې ولاړ وو، ما دا واورېدل چې څوک ما ته د خُدائ د کور دننه نه خبرې کوى.


کله چې هغه سړے فيته په لاس نمرخاتۀ طرف ته لاړو، نو هغۀ نيم کيلوميټر ناپ وکړو او بيا يې زۀ په اوبو کښې بوتلم چې د ګيټو پورې وې.


ما وليدل، او يو شکل مې وليدو چې د انسان په شان ښکارېدو، د ملا نه لاندې هغه د اور په شان ښکارېدو او بره هغه لکه د يوې ځلېدونکې اوسپنې په شان ښکارېدو.


او د هغۀ پښې د زېړو په شان ځلېدلې څنګه چې په بټۍ کښې سرې شوې وى او د هغۀ آواز لکه د تېزو اوبو په شان وو.


ما ته د ناپ کولو د ګز په شان يوه لښته راکړے شوه او راته ووئيلے شو چې، ”اوس پاڅه او د خُدائ پاک کور او قربان‌ګاه کچ کړه او عبادت کوونکى شمار کړه.


کومې فرښتې چې ما سره خبرې وکړلې، د هغې سره د سرو زرو يو ګز وو چې پرې د ښار دېوالونه او دروازې ناپ کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan