18 دا پخه لار تر دروازو پورې جوړه شوې وه او د دېوالونو نه تر دربار پورې غزېدلې وه او هم دومره فاصله يې د عمومى دروازې پورې وه.
نو بيا هغۀ زۀ د دروازې په لار د خُدائ د کور بهرنى دربار ته راوستلم. هلته ما يو څو کوټې او پياده لاره وليدله چې د دربار نه ګېرچاپېره راتاو شوې وه او دې لار ته مخامخ دېرش کوټې وى.
نو بيا هغۀ د دننه نه د ښکته دروازې د دربار داخل نه بهر طرف ته فاصله ناپ کړه، دا د مشرق خوا ته يو سل او پينځۀ اويا فټه او شمال خوا ته هم يو شان فاصله وه.