Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 40:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 د څوکيدارانو په ټولو کوټو کښې وړې وړې کړکۍ غوندې وې، څۀ په بهرنى دېوالونو کښې وې، څۀ د کمرو په دننه دېوالونو کښې وې. او په دېوالونو د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 40:16
29 Iomraidhean Croise  

د مينځنۍ کوټې او دنننۍ کوټې ټول دېوالونه د وزرو والا مخلوق، د کجورو ونو او د ګلونو په ګُلکارۍ ښائسته کړے شوى وُو.


دروازې د وزرو والا مخلوق باندې، د کجورو ونو او د غړېدلو شوو د ګلونو په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وې. دا ټول څيزونه په سرو زرو باندې پټ کړے شوى وُو.


او دا دروازې د وزرو والا مخلوق، د کجورو ونو او غړېدلو شوو ګلونو په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وې، چې په سرو زرو يو شان پټې وې.


د هغه کور په دېوالونو باندې تنګې کړکۍ لګېدلې وې.


دواړو طرفونو ته په دېوالونو باندې درې قطاره کړکۍ وې.


په لويه کوټه باندې د دِيار د لرګى تختې لګولے شوې وې چې په سوچه سرو زرو باندې پټې وې، چې په دې باندې د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه او د زنځيرونو نمونې ورباندې جوړې شوې وې.


صادقان به لکه د کجورې د ونې په شان ترقى کوى، او دوئ به لکه د لبنان د دِيار غوندې لوئيږى.


د څوکيدارانو د هرې کوټې مخکښې يو دېوال وو چې يوويشت اِنچه وو او د هرې کمرې اوږدوالے او پلنوالے لس نيم فټه وو.


د دروازې د داخلېدو نه واخله د دربار تر آخر سر پورې فاصله اووۀ اتيا نيم فټه وه.


د دروازې او د هغې د چوکيدارانو د کوټو ګېرچاپېره وړې وړې کړکۍ وې، د هغې کړکۍ د نورو کړکو په شان وې. د تېرېدو لار اووۀ اتيا نيم فټه اوږده وه او پاو کم څلور څلوېښت فټه پلنه وه.


د هغه کوټو مخامخ هغې ته د بهر نه يوه لار ورختلې وه چې اووۀ پوړۍ يې وې، او د هغې په دېوالونو باندې په دواړو خواؤ د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه.


د هغې د څوکيدارانو کوټې، او مينځنى دېوالونه او ډيوډۍ د هغه نورو دروازو سره په ناپ کښې يو شان وې. دروازه او د هغې د کوټو کړکۍ ګېرچاپېره وې، هغه اووۀ اتيا نيم فټه اوږدې او پاو کم څلور څلوېښت فټه پلنې وې.


د دروازې د داخلېدو د کوټې ناپ تول کومه چې دننه د دربار صحن ته ورغلې وه څوارلس فټه اوږده او پاو کم څلور څلوېښت فټه پلنه وه.


د هغې د کوټې مخ بهر دربار خوا ته وو، د هغې په ستنو د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه، او اتۀ پوړۍ ورته ورختلې وې.


د هغې د څوکيدارانو کوټې، مينځنى دېوالونه او د هغې ډيوډۍ د نورو دروازو سره يو شان په يو ناپ وې. د دروازې او د برنډې يو شان ګېرچاپېره کړکۍ وې. دا اووۀ اتيا نيم فټه اوږدې وې او پاو کم څلور څلوېښت فټه پلنې وې.


د هغې د ډيوډۍ مخ دننه د دربار طرف ته وو، او د دواړو طرفو په ستنو يې د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه، او اتۀ پوړۍ ورختلې وې.


د هغې د څوکيدارانو کوټې، مينځنى دېوالونه او د هغې ډيوډۍ د نورو دروازو سره يو شان په يو ناپ وې. د دروازې او برنډې يو شان ګېرچاپېره کړکۍ وې. دا اووۀ اتيا نيم فټه اوږدې وې او پاو کم څلور څلوېښت فټه پلنې وې.


ډيوډۍ بهرنى دربار ته مخامخ وه. د تېرېدو د ځائ په دېوالونو باندې د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه. دې دروازې ته اتۀ پوړۍ ختلې وې.


هلته په دروازه کښې ښې طرف ته او ګس طرف ته درې د څوکيدارانو کوټې جوړې شوې وې چې د هرې يوې اوږدوالے او پلنوالے لس نيم فټه وو او د څوکيدارانو د کوټو په مينځ کښې د دېوال پلنوالے پاو کم نهۀ فټه وو. او د څوکيدارانو د کوټو شاته د تېرېدو لاره وه چې لس نيم فټه ژوره وه او د دې کمرو نه وروستو يوه بله درشل وه چې لس نيم فټه وه او د مالِک خُدائ کور ته تللې وه.


د وزرو والا د مخلوق او د کجورو د ونو تصويرونه جوړ شوى وُو. او د وزرو والا مخلوق او د کجورو ونې يو د بل پسې نقش شوى وُو، او د هر يو وزرو والا مخلوق دوه مخونه وُو.


او د بهرنى مقدس ځائ په دروازو د وزرو والا مخلوق تصوير او د کجورو د ونې تصويرونه نقش وُو لکه څنګه چې په دېوالونو باندې نقش شوى وُو، او هلته د لرګو يو دالان د وړې کوټې مخې ته جوړ شوے وو.


د وړې کوټې په بهرنى دېوالونو باندې وړې کړکۍ وې چې په هره يوه باندې د کجورو ونې نقش شوې وې. د خُدائ د کور د وړو کوټو مخې کښې هم د لرګو دالانونه وُو.


بيا هغه دننه مقدس ځائ ته لاړو او د داخلېدو د لارې ستنې ‎يې ناپ کړې، او هره يوه درې نيم فټه پلنه وه. د داخلېدو لار لس نيم فټه پلنه وه، او د دواړو خواؤ دېوالونه ‎پاو باندې دولس فټه پلن وُو.


دواړه په دې حِصه کښې پينځۀ دېرش فټه کښې د دنننى دربار نه او په مخامخ بله حِصه کښې د بهرنى دربار نه، په دريواړو منزلونو کښې کړکۍ يو بل ته مخامخ وې.


په يروشلم کښې د ګډو د دروازې سره نزدې يو تالاب دے چې پينځۀ دالانونه په کښې ولاړ دى چې په آرامى ژبه کښې ورته بيت‌حسدا وائى.


ځکه اوس مونږ ته دا په شيشه کښې تت ښکارى خو بيا به يې مخامخ ووينو. اوس زما عِلم نامکمل دے خو بيا به يې پوره وپېژنم څنګه چې زۀ پوره پېژندلے شوے يم.


او د دې نه پس ما د خلقو لويه ګڼه وليده چې بې‌شمېره وه، دا د ټولو قومونو، ټولو خيلونو او د مختلفو ژبو د ويوونکو خلقو ګڼه د تخت او د ګډُورى د وړاندې ولاړه وه. او هغوئ سپينې جامې اغوستې وې او د کجورو څانګې يې په لاسونو کښې نيولې وې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan