Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 40:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 هغۀ بيا د دروازې مينځنے دېوال کوم چې د خُدائ د کور دربار سره يوځائ شوے وو ناپ کړو هغه يو سل او پينځۀ فټه وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 40:14
11 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې ستا زوئ سليمان هغه څوک دے چې هغه به زما کور جوړ کړى. هغه ما د دې دپاره خوښ کړے دے چې زما زوئ وى او زۀ به د هغۀ پلار يم.


د هغۀ در ته د شُکر ګزارۍ سره ورننوځئ، او د هغۀ دربار ته د ثناء صِفت کولو سره ورننوځئ، د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ او د هغۀ د نوم ثناء صِفت وکړئ.


د کتان د پړدو نه زما د حضور خېمې دپاره دربار جوړ کړه چې د جنوب طرف يې پنځوس ګزه اوږد وى،


د دربار دپاره پړدې، د دې ستنې او پښې، دربار ته د ننوتلو دپاره پړده،


خو چا چې دا غله رېبلې وى نو هغوئ به دا خورى او د مالِک خُدائ ثناء صِفت به کوى. او چا چې دا انګور راټول کړى وى نو هغوئ به په خپله د دې شراب د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې وڅښى.“


نو بيا هغۀ په دې دروازه د څوکيدار د کوټې د شا د دېوال نه واخله د مخامخ کوټې د شا د دېوال پورې فاصله ناپ کړه، هغه پاو کم څلور څلوېښت فټه وه.


د دروازې د داخلېدو نه واخله د دربار تر آخر سر پورې فاصله اووۀ اتيا نيم فټه وه.


د بهرنى مقدس ځائ د دروازو چوکاټونه مربع وُو او د ډېر زيات مقدس ځائ مخې ته هم د دې په شان وُو.


بيا هغه سړى زۀ د شمال خوا ته بهرنى دربار ته بوتلم او زۀ يې د مالِک خُدائ د کور مخامخ دربار کوټو ته او بهرنى دېوال ته مخامخ د شمال خوا ته راوستلم.


هغۀ زۀ د دربار دروازې ته راوستلم. ما وکتل، ما په دېوال کښې يو سورے وليدو.


اِمامان به هغه پاتې شوې برخه وخورى. د دې نه به پتيره روټۍ پخه کړے شى او په مقدس ځائ کښې، د مالِک خُدائ د حضور د خېمې په دربار کښې به وخوړلے شى. دا مالِک خُدائ اِمامانو له په سوزېدونکې نذرانه کښې د هغوئ د برخې په توګه ورکړې ده. دا د ګناه د نذرانې او د ګناه د تاوان د نذرانې په شان ډېره مقدسه ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan