8 زۀ به تا په پړو وتړم نو تۀ به د يو اړخ نه بل اړخ ته نۀ شې اوړېدلے ترڅو چې تا خپلې د محاصرې ورځې پوره کړې نۀ وى.
او اے بنى آدمه، تۀ به په پړو باندې وتړلے شې، تۀ به بند کړے شې د دې دپاره چې تۀ بهر د خلقو مينځ ته ونۀ وځې.
غنم او اوربشې، لوبيا او دال، غوښت او جمدر واخله. او هغه په چاټۍ کښې واچوه او ځان دپاره ترې نه روټۍ جوړوه. دا چې تۀ د لس کم څلورو سوو ورځو دپاره په يو اړخ پروت يې نو په دې دوران کښې د خوراک دپاره استعمالوه.
نو کله چې ستا د محاصرې ورځې په ختمېدو شى، د وېښتو درېمه حِصه په ښار کښې دننه وسوزوه. او بله حِصه يې د ښار نه ګېرچاپېره په تُوره ووهه او ذره ذره يې کړه. او بله حِصه په هوا کښې وشينده، ځکه چې زۀ به تُوره دوئ پسې راوکاږم.