6 د دې سزا تېرولو نه وروستو بيا دوباره په ښى اړخ د يهوداه د ګناهونو د سزا تېرولو دپاره څمله. نو ما تۀ د څلوېښتو ورځو دپاره مقرر کړې، د يو کال دپاره مې يوه ورځ مقرر کړه.
تاسو ته به څلوېښت کاله د خپلو بدو سزا ملاويږى، د هغه څلوېښتو ورځو د هرې ورځې دپاره به يو کال وى کومې چې تاسو د هغه مُلک په کتلو کښې تېرې کړې دى. تاسو ته به پته ولګى چې زۀ ستاسو خِلاف يم.
خو ښځې ته د لوئ باز دوه وزرونه ورکړے شول نو چې هغه په بيابان کښې د اژدها نه خپل هغه ځائ ته والوځى چرته چې به تر درې نيم کالو پورې د هغې خيال وساتلے شى او محفوظه وى.
او بلا ته دا اختيار ورکړے شو چې غټې غټې او د کُفر خبرې وکړى، او تر دوو څلوېښتو مياشتو پورې د حکومت کولو اجازت ورکړے شو.
نو هغه څلور فرښتې آزادې کړے شوې څوک چې د درېمې برخې بنى آدمو د وژلو دپاره د دې کال، د دې مياشتې، د دې ورځې او د دې ساعت دپاره مقرر شوې وې.