5 نو ما بيا تۀ د هم هغه ورځو په اندازه د سزا تېرولو دپاره مقرر کړې څومره کالونه چې هغوئ ګناه کړې ده. نو تۀ به لس کم څلور سوه ورځو پورې د بنى اِسرائيلو د ګناهونو سزا زغمې.
مونږ ټول د ورکو ګډو په شان يُو، مونږ د خُدائ پاک د لارې نه اوړېدلى يُو. هر يو کس په خپله مخه روان دے. خو بيا هم مالِک خُدائ زمونږ د ټولو ګناهونه په هغۀ باندې واچول.
اويا وارې اووۀ کاله ستا قوم او ستا مقدس ښار دپاره مقرر شوى دى چې په کښې خپله سرکشى ختمه کړئ، او ګناه بنده کړئ، د بدعملۍ کفاره ورکړئ، نۀ ختمېدونکے صداقت قائم کړئ، د پېغمبرى رويا او پېشګوئې تصديق وکړئ او چې د ټولو نه مقدس ځائ مسح کړئ.
تاسو ته به څلوېښت کاله د خپلو بدو سزا ملاويږى، د هغه څلوېښتو ورځو د هرې ورځې دپاره به يو کال وى کومې چې تاسو د هغه مُلک په کتلو کښې تېرې کړې دى. تاسو ته به پته ولګى چې زۀ ستاسو خِلاف يم.