Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




حزقى‌ايل 4:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 نو بيا په ګس اړخ څمله او د بنى اِسرائيلو ګناهونه په خپل ځان باندې انبار کړه. نو څومره ورځې چې هغوئ ګناه کړې وى د هم هغه ورځو په اندازه په يو اړخ باندې څمله.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




حزقى‌ايل 4:4
11 Iomraidhean Croise  

نو ما بيا تۀ د هم هغه ورځو په اندازه د سزا تېرولو دپاره مقرر کړې څومره کالونه چې هغوئ ګناه کړې ده. نو تۀ به لس کم څلور سوه ورځو پورې د بنى اِسرائيلو د ګناهونو سزا زغمې.


زۀ به تا په پړو وتړم نو تۀ به د يو اړخ نه بل اړخ ته نۀ شې اوړېدلے ترڅو چې تا خپلې د محاصرې ورځې پوره کړې نۀ وى.


”د ګناه نذرانه تاسو په مقدس ځائ کښې ولې ونۀ خوړله؟ دا ډېره مقدسه ده او دا مالِک خُدائ تاسو له د دې دپاره درکړې ده چې د کفارې ادا کولو په ذريعه د مالِک خُدائ په نظر کښې د قوم ګناهونه لرې شى.


چېلے به د ځان سره د هغوئ ټول ګناهونه په بيابان کښې يوې غېر‌ابادې علاقې ته يوسى.


تاسو ته به څلوېښت کاله د خپلو بدو سزا ملاويږى، د هغه څلوېښتو ورځو د هرې ورځې دپاره به يو کال وى کومې چې تاسو د هغه مُلک په کتلو کښې تېرې کړې دى. تاسو ته به پته ولګى چې زۀ ستاسو خِلاف يم.


مالِک خُدائ هارون ته وفرمائيل، ”تا ته، ستا زامنو او ليويانو ته به خامخا د خپلو هغه بدو سزا مِلاو شى چې د هغه جرم تعلق زما د حضور خېمې د خِدمت سره وى، خو د اِمامت په خِدمت کښې د څۀ ګناه سزا به صِرف تا او ستا زامنو ته ملاويږى.


چې دغه شان د يشعياه نبى په وسيله وئيلے شوې هغه پېشګوئې پوره شى چې، ”هغۀ زمونږ بيمارۍ او کمزورۍ اوچتې کړې.“


نو مسيح هم هغه شان يو ځل د ډېرو خلقو د ګناه وړلو دپاره قربان شوے دے. نو دوېم ځل چې هغه ښکاره شى نو د ګناه د قربانۍ دپاره نه، بلکې د هغوئ د دپاره څوک چې په ډېره مينه د هغۀ اِنتظار کوى.


هغۀ په خپله زمونږ ګناهونه سولۍ ته د خپل ځان سره يوړل د دې دپاره چې مونږ ګناهونو نه آزاد شُو او د صداقت دپاره ژوند تېر کړُو. او د هغۀ په زخمونو تاسو شفا وموندله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan